امریکا او ناټو روسیې ته خبرداری ورکړ

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل چې د بهرنیو چارو وزیر جان کیري روسیې ته په سوریه کې د عسکري فعالیتونو په اړه خبرداری ورکړ.

377537
امریکا او ناټو روسیې ته خبرداری ورکړ

جان کیري روسیې ته ویلي دي چې په سوریه کې ستاسې عسکري فعالیت به د شدت او کچه لا پسې لوړه کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جان کیبري خبري رسنیو ته وویل چې د بهرنیو چارو وزیر جان کیري تیره ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ته د ټيلیفون له لارې په سوریه کې د روسیې د عسکري فعالیتونو د ادعاګانو اړوند خبرداری ورکړ. جان کیرې ددې خبرې په ټینګار وویل چې په سوریه کې د روسیې عسکري فعالیت به د نوموړي هیواد روانه کشاله او ستونزه نور هم ژوره کړي او دا مسله به د شدت کچه لوړه کړی. جان کیري وویل چې دا مسله د هیچا په ګټه نده.
تیره ورځ امریکا ادعا وکړه چې روسیې په سوریه کې په عسکري فعالیتونو پيل کړی دی .
تیره ورځ د فرانسې خبري اژانس خبر ورکړ چې داسې فضايي تصاویر يي ترلاسه کړي دي چې ښایي روسیه د سوریې د لازقیه د ښار په هوايي ډګر او طرطوس په سیمه کې وسلې ځای په ځای کوي او نوې هډې جوړوي.
د بله پلوه د ناټو عمومي سکرتر ینس ستولتنبرګ هم په ورته یو غبرګون کې روسیې ته خبرداری ورکړی دی . نوموړي ویلي دي چې د روسیې دا اقدام په سوریه کې روانې ستونزې ته د حل لار نه بلکې لا زیاتې ستونزې پیدا کوي.
نوموړي ویلي دي زما په اند ټولې خواوې په سوریه کې د روانې ستونزې د سیاسي حل لارې د مسلې نه ملاتړ وکړي. موږ د ملګروملتونو لخوا د پيل شوو مذاکراتو د بهیر نه ملاتړ کوو.
د یادولو وړ ده تیره ورځ یو تن امریکايي چارواکي د خپل نوم د نه افشا کولو په شرط سره د فرانسې خبري اژانس ته ویلي وو چې دوه روسي لویې کښتۍ چې ګڼ شمیر ټانکونه او پياده پوځیان پکې ول د سوریې د طرطوس سیمې ته راورسیده.
د بله پلوه نن ادعا وشوه چې په سوریه کې د اسد ځواکونو سره یو ځای روسي سرتیري هم لیدل شوي دي .


پيوندونه:

اړوند خبرونه