داعش د نړۍ د دوو ډیر مهمو هیوادونو ډیپلوماټان وتښتول
د داعش ډلې داځل د ناروې او چین د هیوادونو د دوو ډیپلوماټانو د تښتولو ادعا کړې ده .
داعش د ناروې د هیواد د ډیپلوماټ اولې یوحان ګریمسګارډ او د چین د هیواد د ډیپلوماټ فاین جیهانګي ویدیويي فلم ېې خپور کړی دی .
په ویدیو کې ښکاري چې دوو تنو بندیانو ته زیړې جامې اغوستل شوي دي .
داعش ویلي دي چې د چین او ناروې نه به د نوموړو ډیپلوماټانو په بدل کې د پیسو غوښتنه وکړي.
د بله پلوه د ناروې لومړي وزیر ارنا سولبرګ د داعش لخوا ددوې د ډیپلوماټ د تښتولو د ادعا پخلی کړی دی او ویلي دي چې په سوریه کې مو د خپلو هیوادوالو د امنیت د ساتلو په خاطر د خپل وس او توانه پورې هڅه کړې ده .
د ناروې لومړي وزیر دا ندي ویلي چې د داعش لخوا تښتول شوي ډیپلوماټ په کوم هیواد کې دنده درلوده.
چین بیا د مسلې په اړه څه ندي ویلي.
د یادولو وړ ده چې داعش د ټویټر له لارې په کړو څرګندونو کې ویلي دي چې نوموړي ډیپلوماټان يي خرڅلاو ته وړاندې کړي دي.
د داعش ډلې ته نږدې د Dabiq مجلې په وروستۍ ګڼه کې د نوموړو ډیپلوماټانو عسکونه خپاره کړي دي . دلته دا ندي ویل شوي چې دا ډیپلوماټان څه وخت او په کوم ځای کې تښتول شوي دي.
یادې شوې مجلې د ډیپلوماټانو عکسونه د سوداګريزو اعلاناتو په برخه کې نشر کړي دي. د عسکونو لاندې ډیپلوماټان د خرڅلاو لپاره لیکل شوي دي. همداشان د عکسونو لاندې د ټیلیګرام یوه نمره هم نشر شوې ده .