اتریش په زرګونو تنو سوري کډوالو ته هر کلی ووایه.
نن څه باندې ۴ زره تنه کډوال د هنګري نه اتریش ته داخل شول. د ویلو ده چې دا کډوال په بسونو کې اتریش ته داخل شول.
د اتریش سرې میاشتې په کډوالو سمدلاسه تود چای او کمپلې وویشلې او کډوالو ته يي هر کلی ووایه.
د ویلو ده چې کډوال په څه باندې ۱۰ بسونو کې اتریش ته انتقال شول. ویل کیږي دا لړۍ دوام لري.
د بله پلوه اتریش ویلي دي چې کډوال ویانا ته د انتقالولو په خاطر يي ریل ګاډي اماده کړي دي.
د هنګري نه اتریش ته د کډوالو د لیږد بهیر هله پيل شو چې د اتریش لومړي وزیر د کډوالې په مسلې د جرمني د لومړي وزیر سره خبرې وکړې او تفاهم ته ورسیدل. جرمني او اتریش د کډوالو پر مخ خپلې دروازې پرانیستې او وویل چې دوی د کډوالو منلو ته تیار دي.
د اتریش لومړي وزیر وروسته د هنګري د لومړي وزیر سره خبرې وکړې او د هنګري نه اتریش ته د کډوالو د لیږد بهیر پيل شو.
د بله پلوه د هنګري پولیسو ویلي دي چې څه باندې ۱۲۰۰ تنه کډوالو په خپلو خپو د اتریش پولو پر لورې حرکت کړی دی . همداشان پدې کسانو کې یو تن ۵۰ کلن ژوند د لاسه ورکړی دی .
د هنګري خبري اژانس ویلي دي چې وژل شوی کس چې ۵۰ کاله عمر لري د افغانستان وګړی دی . خبري اژانس ویلي دي چې روغتیايي پرسونل د افغان کډوال لپاره پر وخت مداخله وکړه خو له بده مرغه چې نوموړي ژوند د لاسه ورکړ.
د وژل شوي افغان کډوال نوم ندی ښودل شوی دی . ویل کیږي یاد شوی افغان کډوال په هغه ریل ګاډي کې شتون درلود چې وړمه ورځ د هنګري د پولیسو لخوا درول شوی وو. کډوال وروسته د نورو کډوالو سره یو ځای د پولیسو نه په تیښته بریالی شوی وو او د اتریش د پولو پر لورې په خپلو خپو حرکت کړی وو.
د بله پلوه پولیسو بیا ویلي دي چې د افغان کډوال مړی د ریل ګاډی د تم په ۸۰۰ مترۍ کې وموند. پولیسو ویلي دي چې د مړي د موندولو نه سمدلاسه وروسته روغتیايي پرسونل راغی او د نوموړي د بیا ژوندي کولو په خاطر يي ډیرې هلې ځلې وکړي خو پایله يي ورنکړه.
چارواکیو ویلي دي چې د افغان کډوال د مرګ لامل به وڅیړي .
اړوند خبرونه
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.