د هنګري د لومړي وزیر څرګندونو په نړۍ کې سخت غبرګونونه وپارول

پداسې حال کې چې مدیترانه په خپل تاریخ کې د لومړي ځل لپاره پدې پیمانه د کډوالو د ستونزې سره لاس او ګریوان ده د هنګري د لومړي وزیر څرګندونو په نړۍ کې سخت غبرګونونه پارولي دي.

342513
د هنګري د لومړي وزیر څرګندونو په نړۍ کې سخت غبرګونونه وپارول

د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان تیره ورځ وویل چې موږ په هیواد کې پدې پیمانه مسلمانان منلی نشو. نوموړي ویلي دي چې اروپا اړ ده چې د خپل مسیحي ارزښتونه خفظ کړي . پدې اندازه مسلمانانو د اروپا سختې اندیښنې پارولي دي.
هغه وویل چې موږ په هیواد کې مسلمانان نه غواړو.
د هنګري لومړي وزیر په خپلو څرګندونو کې وویل چې د کډوالو د ستونزه د اروپا ستونزه نده . دا ستونزه د جرمني ستونزه ده . هغه زیاته کړه چې د کډوالو نه هیڅوک نه غواړي چې په هنګري کې پاتې شي.
د هنګري لومړي وزیر د اروپا د پارلمان د ریس مارتین سره د لیدنې نه وروسته په یوې خبري ناسته کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. نوموړي زیاته کړه چې پدې پیمانه د کډوالو سره موږ د هنګري خلک د جدي ویرې او ګواښ سره مخامخ یو.
په اروپا کې انسانان د ډار سره لاس او ګریوان دي. د اروپايي ټولنې مشران او لومړي وزیران ددې ستونزې په حلولو کې پاتې راغلي دي. هغه زیاته کړه چې د اروپا قوانین، قواعد او نورمونه معلوم دي. د هنګري په څیر یو هیواد د بهرنیو هیوادونو د وګړو د غیري قانوني راننوتلو په خاطر د خپلو پولو د ساتلو او د دې وګړو د راتګ د مخنیوي په برخه کې مسولیت لري.
نوموړي وویل هیڅ یو کډوال ته به پرته د ثبت او راجستره جرمني او اتریش ته د تیریدو اجازه ورنکړي.
اوربان وویل چې شینګن سیمه د کډوالو د ستونزې له امله د جدي ګواښونو سره مخامخ ده.
که چیرې موږ د خپلو پولو نه جدي حفاظت ونکړو جرمني سبا ورځ جرمني ادعا کوي چې تاسې خپلې پولې نشۍ ساتلې موږ مجبور یو چې پخپله دا کار وکړو او د اروپا په منځ کې یو ځل بیا پولې رامنځته کیږي.
هغه وویل چې موږ د هنګري په صفت د شینګن نه ملاتړ کوو او د خپلو پولو کلک حفاظت ته دوام ورکوو.
د هنګري لومړي وزیر وویل چې اروپا ته د راغلو کډوالو ډیره لویه برخه مسلمانان تشکیلوي. دا تر ټولو جدي ستونزه ده ځکه چې اروپا بڼسټ د مسیحیت سره ايښودل شوی دی. اروپا اړ ده چې د خپلو مسیحي ارزښتونو نه دفاع وکړي. نوموړي وویل چې د هیواد قوانین، بڼسټونه او دریځونه شتون لري. کیدای شي چې ځیني هیوادونه لا زیات مسلمانان قبول کړي خو موږ په هیواد کې مسلمانان نشو منلی . موږ مسلمانان نه غواړو. په خپل هیواد کې د مسلمانانو د نفوس زیاتیدل نه غواړو.


په نوموړي خبري ناسته کې یو خبریال د هنګري د لومړي وزیر نه د سوري ماشوم په اړه چې دوه ورځې وړاندې د ترکیې د بودروم په سیمه کې ژوند د لاسه ورکړ او ددې ماشوم عکس د ټولې نړۍ په زړونو پرهرونه کيښودل چې ایا تاسې د هغه سوري کډوال ماشوم په اړه څه ویل لرۍ ؟ وویل ، که چیرې اروپا د هر چا پر مخ خپلې دروازې پرانیزي دا مسله اخلاقي ستونزې هم پیدا کوي.
زه د همدې امله په کډوالو غږ کوم چې مه راځۍ. ترکیه یو باامنه او ډاډمن هیواد دی. ولې په ترکیه کې نه پاتې کیږۍ. د خپلې کورنۍ او ماشومانو د ژوند په خاطر باید په ترکیه کې پاتې شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه