د اسراییلو د محکمې پریکړې د نړۍ سخت غبرګون پارولی دی

د اسراییلو د محکمې لخوا د فلسطیني ماشوم او پلار قاتل یهودي ته د خندا وړ جزا ورکړه.

373437
د اسراییلو د محکمې پریکړې د نړۍ سخت غبرګون پارولی دی

محکمې د جولای په میاشت کې د لویدیځې تراړې د نابلوس په سیمه کې د یو فلسطیني د کور د سوځولو په تور نیول شوي یهودي ته چې پدې پیښه کې یو ماشوم او پلار يي ژوند د لاسه ورکړی وو ۶ میاشتې لویدیځې تراړې ته په ننوتو د بندیز جزا ورکړه.
د یادولو وړ ده چې دوه میاشتې د مخه یو تن یهودي په نابلوس ښار کې د یو فلسطیني کور ته اور واچول چې پدې پیښه کې یو ماشوم ژوند د لاسه ورکړ او پلار يي د سخت ټپي کیدو نه وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.
د اسراییلو امنیتي ځواکونو یو تن یهودي د پیښې په تړاو ونیو .
د اسراییلو د اردو د راډیو د خبر له مخې د فلسطیني ماشوم او د هغه د پلار په وژلو تورن یهودي ته ۶ میاشتې لویدیځې تراړې ته د نه ننوتو او درې میاشتې د کورنه د نه وتو جزا ورکړل شوه .
همداشان ددې پیښې په تړاو ۲۱ تنه نور یهوادن په نقدي او اداري جزاګانو محکوم شوي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه