د پوتين نوې ننداره!

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د نړۍ د سياسي مشرانو په كتار كې ځانګړى موقف لري. نوموړى د سياست په ميدان كې د فوق العاده كركټر ترڅنګ په شخصي ژوند كې هم د نړيوالو او په تېره بيا د ځوانانو پام ځانله راړولى دى.

372161
د پوتين نوې ننداره!

پوتين چې د سپورټ په برخه كې پخوانى شهرت هم لري كله نا كله بيا خپل سپورټي فعاليت د كمرو په واسطه نورو سره شريكوي.


د لوديځ لخوا پر روسيې باندې د بنديزونو له امله د هېواد اقتصاد د ستونزو سره مخامخ شوى دى. ددې سره جوخت د خلكو ترمېنځ د پوتين محبوبيت هم مخ په كمېدو دى.


پوتين چې د عامه اړيكو يو ښه متخصص دى د خپل شخصي ژوند او ټولنيزو فعاليتونو په واسطه يو ځل بيا غواړي چې د روسانو ترمېنځ خپل محبوبيت زيات كړي.
ولاديمير پوتين دا ځل د خپل لومړي وزير او نږدي ملګري ديميتري مدوېدېف سره په ګډه د سوچي په سياحتي ښار كې د غړو د ښكلا په يو كلپ كې خپل هنرونه نندارې ته وړاندې كړل.


پوتين پخوا هم د جودو، د كنګل پر سر د هوكې د لوبې او تكواندو په څېر سپورټي څانګو كې خپل مهارت ښودلى وو.


كار پوهان وايي چې د روسيې د دولت دواړه مشران غواړي چې نړۍ دا پيغام ورسوي چې هېواد يې په پښو ولاړ او د هر ډول ستونزو سره د مقابلې توان لري.


پيوندونه:

اړوند خبرونه