په اتریش کې د کډوالو لویه فاجعه رامنځته شوه

د اتریش د نایزیدی په سیمه کې په یو لارۍ ډوله سربند موټر کې د ۵۰ تنو کډوالو مړي وموندل شول.

370351
په اتریش کې د کډوالو لویه فاجعه رامنځته شوه

د اتریش د نایزیدی په سیمه کې په یو لارۍ ډوله سربند موټر کې د ۵۰ تنو کډوالو مړي وموندل شول.
ویل کیږي لارۍ ډوله موټر په یاده شوې سیمه کې د لویې لارې په غاړه د پارک په حال کې موندل شوې ده . ګمان کیږي چې کډوالو د لارۍ په وروستۍ سربند برخه کې د هوا د نشتوالي له امله ژوند د لاسه ورکړی وي.
د اتریش د خبري رسنیو د خبر له مخې د ۵۰ تنو کډوالي مړي د لویې لارې په غاړه د پارک په حال کې د یو لارۍ ډوله موټر په وروسته سربندې برخه کې وموندل شول.
د اتریش د کورنیو چارو وزیر وویل چې نن ورځ د انسانانو د مافیا او قاچاقبرانو د یو بل ضد انساني میتود او وحشت شاهدي کوو. نن ورځ د اتریش لپاره تر ټولو یوه توره ورځ ده.
نوموړي وویل چې د لارۍ چلوونکی تښتیدلی دی او د نیولو په خاطر يي پلټنې پيل شوي دي.
پولیسو ویلي دي چې لارۍ چلوونکی لا تر اوسه نیول شوی دی او پټ دی.
د یادولو وړ ده چې هره ورځ په زرګونو تنه کډوال د اسیا، افریقا او منځني ختیځ نه د اروپا پر لورې روانیږي.
پدې پیښه کې د وژل شوو کډوالو د هویت په اړه څه ندي ویل شوي .



پيوندونه:

اړوند خبرونه