د روسیې په پلازمینه مسکو کې مرکزي جومات جوړ شو

د روسیې په پلازمینه مسکو کې د ۱۰ زرو تنو په ظرفیت مرکزي جامع جومات جوړیږي.

337847
د روسیې په پلازمینه مسکو کې مرکزي جومات جوړ شو

یاد شوي جومات ساختماني چارې د یو ترکي شرکت لخوا پر مخ وړل کیږي. جومات تمه کیږي چې تر لوی اختره د لمونځ کوونکو پر مخ پرانیستل شي.
د ویلو ده چې ددې جومات پر ځای ددینه مخکې په ۱۹۰۵ کال کې جوړ شوي یو وړوکي جومات شتون درلود. په ۲۰۱۴ کال کې ددې جومات پر ځای د یو لوی او شانداره جومات د جوړولو پریکړه وشوه او وړکی جومات ونړول شو او پر ځای ددې لوی مرکزي جومات ډبره کیښودل شوه.
د جومات ساختماني چارې یو ترکي شرکت ته وسپارل شوې. د جومات چارې په چتکۍ سره پر مخ روان دي او تمه کیږي چې د لوی اختر د لمانځه لپاره د لمونځ کوونکو پر مخ پرانیستل شي.
جومات به د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین په بلنه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سربیره د نړۍ د یو شمیر مشرانو په ګډون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شي.
د ویلو ده چې دا جومات د نوموړي هیواد د نامتو سوداګر سلیمان کریموف په مالي مرسته جوړیږي. همداشان د جومات د جوړولو په برخه کې د ترکیې د دیني چارو ریاست هم مالي مرسته کړې ده.
تمه کیږي چې جومات د اختر د لمانځه لپاره د لمونځ کوونکو پر مخ پرانیستل شي. د جومات ډيری ساختماني چارې پایته رسیدلي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه