جرمني: داعش د کیمیايي وسلو نه کار اخیستی دی

ادعا شوې ده چې داعش په عراق کې د کوردي پیشمرګه ځواکونو سره په جګړه کې کیمیايي وسلې کارولي دي.

326948
جرمني: داعش د کیمیايي وسلو نه کار اخیستی دی

دا ادعا د جرمني د بیلټ ورځپاڼې کړې ده .
د جرمني د بیلټ ورځپاڼې د نوموړي هیواد د اردو د پټو سرچینو له او ترلاسه کړو اسنادو او شواهدو له مخې لیکلي دي چې د داعش ډلې د چار شنبې په ورځ د مهمور په سیمه کې چې د کوردي پیشمرګه ځواکونو تر کنټرول لاندې ده په جګړه کې د کوردي ځواکونو پر خلاف د کلور ګازو نه کار اخیستی دی.
ورځپاڼې لیکلي دي چې دم ګړۍ ۸۸ تنه الماني سرتیري د مهمور په ۶۰ کیلومترۍ کې د اربیل په ښار کې میشت دي.
دا سرتیري د ۲۰۱۴ کال د سپټمبر په میاشت کې د داعش پر خلاف د مبارزې په چوکاټ کې د کوردي پیشمرګه او یزیدي ځواکونو د روزلو په خاطر سیمې ته تللي دي.
د جرمني د دفاع وزارت د مسلې اړوند ویلي دي چې الماني سرتیري د مهمور د سیمې نه ډیرې لرې او د زهرجنو ګازو تر اغیزو لاندې ندي راغلي دي.
د جرمني د دفاع وزارت ویلي دي چې د مهمور په سیمه کې یو زیات شمیر کوردي پیشمرګه ځواکونه د ساه تنګۍ د ستونزې سره مخامخ دي. یو زیات شمیر سرتیرو ته د تنفسي سیستم ناروغي پیدا شوې ده .
د جرمني د دفاع د وزارت ویاند ویلي دي چې د داعش لخوا د کیمیايي وسلو د برید سره سره به الماني سرتیري د سیمې نه جلا نشي او په سیمه کې به پاتې شي.
د ویلو ده چې پدې وروستیو کې څو ځله د داعش لخوا د کلور ګازو د برید ادعا شوې ده خو تر اوسه پورې د کومې خپلواکۍ سرچینې لخوا نده تایید شوې.


پيوندونه:

اړوند خبرونه