د چین په شمال کې په بندري ښار تیانجین کې درنده چاودنه وشوه.

د چین په شمال کې د تیانجین په ښار کې د چاودیدونکو موادو په یو ډیپو کې چاودنې لږ تر لږه ۴۴ تنه مړه او تر ۴۰۰ ډیر کسان ټپیان کړي

325193
د چین په شمال کې په بندري ښار تیانجین کې درنده چاودنه وشوه.



د چاودنې لامل لا معلوم شوی دی ندی خو چاودنه دومره زوروره وه چې شاوخوا کورونو ته هم ډیر سخت زیان اړولی دی .
د چین دولتي تلویزیون ویلي دي چې د پیښې نه وروسته پيل شوې اورلګیدنه تر کنټرول لاندې نیول شوې ده .
ویل کیږي د اور وژونکو ډلو نه دوه تنه لا درکه شوي دي. سیمې ته ډیر لوی مادي زیان اوښتي دی.
د مړو د شمیرې د لوړیدو اندیښنه لیدل کیږي . ځینو خبري رسنیو ویلي دي چې دوه زورورې چاودنې وشوې. ویل کیږي لومړنۍ چاودنه د ۳ ټنو TNT او دویمه چاودنه بیا د ۲۱ ټنو TNT ډوله چاودیدونکو توکو د چاودنې په اندازه وه .
د یادولو وړ ده چې د تیانجین ښار د پلازمینې بیجینګ سویل لویدیځ لورې ته موقعیت لري چې ۷ نیم میلیونه تنه پکې ژوند کوي. یاد شوي ښار د چین لوی سوداګریز او بندري ښار دی.
د چاودنې له امله په سلګونو موټرې چې په بندرونو کې ولاړې وې سوځیدلي دي.



پيوندونه:

اړوند خبرونه