پر لېبيا باندې د نوي يرغل تيارى

د ايټاليا د هېواد د بهرنيو چارو وزير پاولو جينتيلوني وويل چې د ملګرو ملتونو د پرېكړې په اساس په لېبيا كې د عملياتو لپاره تيارى نيسي.

316982
پر لېبيا باندې د نوي يرغل تيارى

د ايټاليا د هېواد د بهرنيو چارو وزير پاولو جينتيلوني وويل چې د ملګرو ملتونو د پرېكړې په اساس په لېبيا كې د عملياتو لپاره تيارى نيسي. ويل كيږي چې د مصر كودتاچي رژيم به هم د داعش په بهانې د طرابلس مشروع حكومت له منځه يوسي.
د ايټاليا د بهرنيو چارو وزير چې په لېبيا كې د منځګړيتوب په مذاكراتو كې هم ګډون كوي وويل چې كه چېرې په هېواد كې استقرار رامنځته نه شي نو ايټالوي ځواكونه به په هېواد كې ځمكني عمليات پيل كړي. پاولو زياته كړه چې دا عمليات به د لېبيا د خلكو په غوښتنه او د ملګرو ملتونو د پرېكړې په اساس ترسره شي. نوموړي وويل چې `` ايټاليا د نړيوال مشروعيت خاوند جنګ ته تيارى لري.``
دا په داسې حال كې ده چې په لېبيا كې د نظامي عملياتو ټوله ګټه به كودتاچي جنرال حفتر ته ورسيږي. دوى به طرابلس كې مشروع حكومت هم د داعش سره د اړيكو په بهانه له واكه لرې كړي.
د بله پلوه شنونكي اټكل كوي چې پر لېبيا باندې په يرغل كې به مصر هم ګډون وكړي او د الجزاير د هېواد ګډون هم شونى دى.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه