په كولمبيا كې يوې نظامي چورلكې سقوط وكړ.

د جنوبي امريكا په هېواد كولمبيا كې د يوې نظامي چورلكې د سقوط په پايله كې ۱۵ تنه سرتيري مړه او دوه تنه ټپيان شول.

315441
په كولمبيا كې يوې نظامي چورلكې سقوط وكړ.


د جنوبي امريكا په هېواد كولمبيا كې د يوې نظامي چورلكې د سقوط په پايله كې ۱۵ تنه سرتيري مړه او دوه تنه ټپيان شول.
چارواكي وايي چې دا پېښه د هېواد په شمال كې د اوربا په ځنګليزه سيه كې رامنځته شوې ده. تر اوسه پورې د پېښې لامل لا څرګند نه دى.
په چورلكه كې سپاره سرتېرو د نشه ايي توكو د قاچاق وړونكو د موندلو په موخه په عملياتو كې ګډون كړى وو.
په كولمبيا كې د نشه ايي توكو قاچاق وړونكي د امنيتي ځواكونو پر وړاندې ډېر بېرحمه چلند كوي. هر كال شاوخوا ۶ زره كسان په تاوتريخوالي كې وژل كيږي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه