په روسيه كې د داعش پر وړاندې لومړني عمليات

روسيې د لومړي ځل لپاره په خپله خاوره كې د داعش د ترهګرې ډلې پر وړاندې عمليات وكړل.

313137
په روسيه كې د داعش پر وړاندې لومړني عمليات

د روسيې د ترهګرۍ سره د مبارزې كمېټې څرګنده كړه چې نن سهار د شمالي قفقاز اېنګوشيتيا په سيمه كې د روسي امنيتي ځواكونو لخوا د داعش پر وړاندې د عملياتو په پايله كې ۸ تنه اورپكي ووژل شول.
د معلوماتو په اساس د داعش اړوند اورپكو پخوا په سيمه كې پر دولتي چارواكو باندې بريدونه كول او د سيمه ايزو سوداګرو نه يې باج اخيستلو.
ددې كمېټې لخوا په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې په عملياتو كې د داعش سيمه ايز قوماندان آدم تاګيلوف هم وژل شوى دى. د روسي استخباراتو د معلوماتو له مخې تاګيلوف د تېر ميلادي كال د دسمبر په مياشت كې د چيچن په پلازمېنه كروزني كې ترسره شوى بريد طرحه كړى وو.
د يادولو وړ ده چې دا لومړى ځل دى چې روسيه په خپله خاوره كې د داعش د ډلې پر وړاندې عمليات ترسره كوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه