په سپینه ماڼۍ کې ویره

امریکا متحده ایالتونو په پلازمینه واشنګټن کې یوې ښځې د سپیني ماڼۍ د دیوار نه ټوپ او ماڼۍ منځ ته ځان ګوزار کړ.

310598
په سپینه ماڼۍ کې ویره


ددې پرمختګ نه وروسته په سپینه ماڼۍ کې بیړنی حالت اعلان شو.
ښځې چې د سپینې ماڼۍ باغچې ته د ننوتو هڅه کوله سمدلاسه د امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شوه.
سپیني ماڼۍ د نیول شوې میرمن هویت او ددې اقدام نه د موخې په اړه څه ندي ویلي.
خبري رسنیو ویلي دي چې نوموړې ښځې د ولسمشر باراک اوباما د استراحت د کوټو لورې ته د دیوار نه ځان سپینۍ ماڼۍ ته ګواز کړ.
د پیښې نه وروسته د سپينۍ ماڼۍ ټولې دروازې د لنډې مودې لپاره وتړل شوې.
د نوموړې ښځې دې اقدام د سپینۍ ماڼۍ د امنیتي کسانو او ساتونکو نه لار او وار خطا کړی وو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه