د اسامه بن لادن مور او خور ووژل شول

د القاعدې د ډلې د پخواني مشر اسامه بن لادن د مور او خور خصوصي الوتکه وغورځیده.

310193
د اسامه بن لادن مور او خور ووژل شول

ویل کیږي په پیښه کې د اسامه مور او خور دواړو ژوند د لاسه ورکړی دی .
پیښه د انګلستان په سویل کې رامنځته شوه . د اسامه د کورنۍ خصوصي الوتکه د انګلستان په سویل کې د نامعلومو سبب له له امله د موټرو په یو بازار راوغورځیده.
په انګلستان کې د سعودي عربستان سفارت د پیښې پخلی کړی او ویلي دي چې د اسامه بن لادن د کورنۍ الوتکه د راښکته کیدو پر مهال د بلاک بوش د هويي ډګر تر څنګ د موټرو په یو بازار کې راغورځیدلې ده.
په انګلستان کې د سعودي عربستان سفیر شهزاده محمد بن ناواف ال سعود د خپل ټویټر حساب له لارې د نوموړې پیښې له امله د لادن کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړې ده او ویلي دي چې انګلستان د پیښې په اړه څیړنې کوي.
ویل کیږي غورځیدلې الوتکه د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن د کورنۍ اړوند د یو هوايي شرکت الوتکه وه.

 



پيوندونه:

اړوند خبرونه