دا تنکی ځوان قاري په زندان کې مشهور شو

په مالیزیا کې میشت د کمپوچیا د هیواد وګړي تنکي ځوان حافظ یعقوب په زندان کې د قرانکریم د تلاوت سره په نړۍ کې شهرت پیدا کړ.

305635
دا تنکی ځوان قاري په زندان کې مشهور شو

حافظ یعقوب چې ځانګړې بلنې سره د معراج د شپې په پروګرام کې د ګډون په خاطر تللی وو د راستنیدو پر مهال د پاسپورت میعاد يي د پوره کیدو له امله د پولیسو لخوا ونیول شو . ویل کیږي حافظ یعقوب د محکمې لخوا په ۶ میاشتو بند محکوم شو.
حافظ یعقوب په زندان کې خپل وخت د قرانکریم په تلاوت تیرولو چې یوه ورځ د چا لخوا يي تلاوت په ټیلیفون کې ثبت او د ټولنیزې مډیا له لارې خپور شو.
د حافظ یعقوب د تلاوت د خپریدو سره نوموړي په نړۍ کې ځانګړې شهرت پیدا کړ.
د نوموړي ویدیو په لنډه موده کې د ټولنیزې مډیا له لارې د میلیونو تنو لخوا ننداره شوه.
یعقوب د زندان نه د خلاصیدو نه وروسته د اروپا په ګډون د نړۍ د یو زیات شمیر هیوادونو نه بلنې ترلاسه کړې.
حافظ یعقوب چې په کمپوچیا کې زیږیدلی دی په پنځه کلنۍ کې د خپلې کورنۍ سره یو ځای مالیزیا ته راغلي او دلته میشت شوي دي. یعقوب مالیزیا ته د راتګ نه وروسته په یوې مدرسه کې د قرانکریم په زده کړو پيل وکړ.
نوموړي د زندان نه د خلاصیدو نه وروسته په مرکه کې وویل چې ً ما ګمان نه کولو چې زما تلاوت به د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خلک واوري او پدې اندازه شهرت به پیدا کړم.ً
نوموړي زیاته کړې چې د زندان موده دده لپاره په ژوند کې یو امتحان وو. یعقوب وویل چې الحمد الله په هر څه کې خیر وي. نوموړي وویل چې په زندان کې له ماسره ټولو ډیر ښه چلند کولو او پدې موده کې مې امامت کولو.
په زندان کې مې د دین تبلیغ کولو او یو زیات شمیر زندانیانو ته مې د سمې لارې د ښودو هڅه کوله.
خافظ یعقوب وویل چې د الله نه په زرګونو ځله شکر ګذار یم چې په زندان کې ماته طاقت راکړ او زما ایمان يي نور هم قوي کړ. دا خبره په ښکاره توګه د قرانکریم ښکلا او ښایست دی.
تنکي ځوان یعقوب وویل چې په ۱۳ کلنۍ کې قرانکریم حفط پایته ورسو .


پيوندونه:

اړوند خبرونه