امریکايي‌ جنرال : روسیه د امریکا لپاره تر ټولو ستر ګواښ‌ دی

د امریکا د پوځ یو تن جنرال چې د لوی درستیز پوست ته هم نوماند دی ویلي‌ دي‌ چی روسیه یواځنی هیواد دی چې د امریکا د لمنځه وړو په اندازه کافي‌ اټومي‌ وسلې لري

346764
امریکايي‌ جنرال  : روسیه د امریکا  لپاره  تر ټولو  ستر ګواښ‌  دی

د امریکا  متحده ایالتونو   د پوځ  یو تن جنرال  چې  د لوی درستیز پوست ته نوماند  دی  مارک میلي‌  د نوموړي هیواد د مشرانو جرګې ته په خپله وینا کې  ویلي‌ دي‌ چې  امریکا ته  تر ټولو ستر ګواښ روسیه ده. 

جنرال مارک ویلي‌ دي‌ چې  روسیه  په نړئ‌ کې  یواځنی  هیواد  دی  چې  د امریکا  د لمنځه وړ  په اندازه  کافي‌ اټومي‌ وسلې  لري.

د امریکا متحده ایالتونو د واشنګټن پوست  ورځپاڼې  د خبر له مخې  دا لومړی ځل  ندی  چې د پوځ یو جنرال  داسې څرګندونې  کوي. یوه میاشت  د مخه  د پوځ  یو تن بل جنرال جوزیف  ډانفورډ  هم  ورته  څرګندونې  کړې  وې. جنرال مارک میلر  مشرانو  جرګې  ته وویل چې  دا  څرګندونې ددې په معنا  ندي‌ چې  ګواکې پوڅ  د چا نه ډار  ولري. د پوځ قومندانان  وخت نا وخته  د خطراتو نه  یادونه کوي. نوموړي‌ هم  د جنرال  جوزیف  ډانفورډ څرګندونو ته اشاره وکړه او وویل چې  ډانفورډ هم  د ورته  ګواښونو نه  یادونه کړې  وه. نوموړي‌ وویل چې جنرال ډانفورد  د روسیې سربیره  د چین نه هم  د یو لوی تهدید په توګه یادونه کړې وه. 

جنرال مارک میلر وویل چې  دا ددې  په معنا  نده چې  پوڅ به د فشارونو لاندې وي  خو  د یو جنرال  په توګه  باید  هر ډول احتمالي‌ خطراتو نه  یادونه وکړو.

د بله پلوه  د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند  بیا  د جنرال ډانفورډ د وینا نه وروسته  یوې خبري‌ ناستې  ته ویلي‌‌ وو  چې  روسیې  ته  د ګواښ‌ په سترګه  نه ګوري. سره ددې  چې  د دواړو هیوادونو ترمنځه  په یو شمیر  برخو کې اختلاف  د نظر شتون لري‌ خو  په یو زیات شمیر نورو برخو کې بیا  سره همکار  دي. 

د بهرنیو چارو وزارت بیا  د جنرال مارک میلر  د څرګندونو په اړه څه ندي‌ ویلي‌. دا پداسې  حال کې ده  چې یوه لنډه موده  د مخه  د روسیې د پوځ  یو تن پخواني‌ قومندان  او عسکري‌ سلاکار ویلي‌ وو چې  روسیه به د هر ډول برید او ګواښ  په صورت کې  د امریکا دفاعي  سیستم  په نښه کړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه