د سپتمبر د ۱۱مې د بريد يو بل تورن هم ووژل شو.

د امريكا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو د وزارت د معلوماتو په اساس د القاعدې د ډلې يو تن نامتو مشر او د سپتمبر د ۱۱مې نېټې د بريدونو يو مسوول محسن الفضلي په هوايي بريد كې وژل شوى دى.

383537
د سپتمبر د ۱۱مې د بريد يو بل تورن هم ووژل شو.

د پېنټاګون يو تن وياند جېف ډېوېس د يوې اعلاميې له مخې څرګنده كړه چې الفضلي په سوريه كې د خراسان د ډلې مشري پر غاړه درلودله. دا ډله په سيمه كې د القاعدې يوه څانګه ده چې د بشار اسد او امريكايانو پر وړاندې جنګيږي.
په ليكلې اعلاميه كې راغلي دي چې محسن الفضلي د جولاى په اتمه نېټه د سوريې د سامرا په ښار كې په داسې حال كې چې د موټر په واسطه له يوې سيمې نه بلې سيمې ته روان وو، د بې پيلوټه الوتكې په بريد كې ووژل شو.
په اعلاميه كې همداراز راغلي دي چې الفضلي د سپتمبر د ۱۱مې نېټې د بريدونو نه وړاندې د بريد كوونكو سره ليدلي ول او د بريدونو په اړه ورته معلومات وركړل شوي ول.
الفضلي همداراز په ۲۰۰۲م كال كې په كوېټ كې د امريكا پر يوې نظامي كيښتۍ باندې د بريد اصلي مسوول بلل كيږي.
د امريكا او ناټو ځواكونه د الفضلي وژل كېدل د القاعدې سره د مبارزې په برخه كې لوى برى بولي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه