په هند كې ديني مراسمو د ۲۷ تنو ژوند واخيست.

د هندوستان د راجاموندري په ښار كې د ګوداواري په سيند كې د هندوانو د لمبا پرمهال د ګڼې ګوڼې په پايله كې لږ تر لږه ۲۷ تنه هندوان ووژل شول.

380531
په هند كې ديني مراسمو د ۲۷ تنو ژوند واخيست.


د هندوستان د راجاموندري په ښار كې د ګوداواري په سيند كې د هندوانو د لمبا پرمهال د ګڼې ګوڼې په پايله كې لږ تر لږه ۲۷ تنه هندوان ووژل شول. د ځايي چارواكو د معلوماتو په اساس په سيند كې د لمبا پر مهال يو زيات شمېر كسان په اوبو كې ډوب شوي او يا هم تر پښو لاندې شوي دي.
د هندو د دين د اساساتو له مخې په دې سيند كې لمبا د انسانانو د روحي او جسمي روغتيا ضمانت كوي. ټاكل شوې ده چې دا فيستيوال به ۱۲ ورځې دوام وكړي. چارواكي وېره لري چې په فيستيوال كې به يو شمېر نور كسان خپل ژوند له لاسه وركړي.
دوه كاله وړاندې هم په هند كې په همدې فيسيتوال كې ۱۱۵ تنه د ګڼې ګوڼې په پايله كې وژل شوي ول.


پيوندونه:

اړوند خبرونه