په روسيه كې ۲۳ سرتيري وژل شوي.

د روسيې په يو ښوونيز نظامي مركز كې د چت د نړېدلو په پايله كې د لومړنيو شمېرو له مخې ۲۳ تنه روسي سرتيري وژل شوي دي.

379633
په روسيه كې ۲۳ سرتيري وژل شوي.


د روسيې په يو ښوونيز نظامي مركز كې د چت د نړېدلو په پايله كې د لومړنيو شمېرو له مخې ۲۳ تنه روسي سرتيري وژل شوي دي.
دا پېښه نن سهار د وخته د سايبريا د اومسك په ښار كې رامنځته شوه.
په سيمه كې د ژغورنكې ډلې په عملياتو كې تر اوسه پورې د ۲۳ تنو سرتېرو جسدونه د نړېدلې ودانۍ لاندې را ويستل شوي دي. په عملياتو كې ۱۹ تنه ټپيان هم ژغورل شوي دي.
د لومړنيو څېړنو له مخې په ودانۍ كې د چاودنې او يا هم اورلګېدنې هېڅ ډول نښې نښانې نه تر سترګو كيږي. د پېښې په اړه هر اړخيزې څېړنې پيل شوي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه