تریخ تصادف غل لومړی حیران او وروسته وژړو.

د امریکا متحده ایالتونو د فلوریدا په ایالت کې د غلا په تور نیول شوی یو غل په محکمه کې د تریخ تصادف سره مخامخ شو. د محکمې قاضۍ چا چې دده په اړه پریکره کوله دده همټولګۍ وه.

378525
تریخ تصادف  غل  لومړی  حیران  او وروسته  وژړو.

غل لومړی ډیر حیران شو او وروسته يي په چیغو چیغو وژړل.
د امریکا د فلوریدا ایالت د میامي په ښار کې پولیسو یو تن د غلا په تور د نیولو نه وروسته محکمې ته راوست. د محکمې ښځینه قاضۍ چې د غل دوسیه ولیدله هغه يي وپیژند چې د هغه د ښوونځي د دورې همټولګی دی.
قاضۍ غل ته د خپل ښوونځي نوم واخیست او ترینه وپوښتل چې دې ښوونځي کې زده کړې کړي دي او که نه؟ غل په ځواب کې هو وویل . قاضۍ وویل چې دا زما د ښوونځي همټولګی دی.
قاضۍ د غل په اړه وویل چې په منځني ښوونځي کې د ښو او با آدبه زده کوونکو نه یو وو. قاضۍ وویل چې ما له ده سره ډیر زیات فوټبال کړی دی.
قاضۍ وویل چې ډیره خواشیني ده او تل به يي د ځان سره دا فکر کولو چې دا به چیرې وي. قاضۍ وویل ددې په هیله چې د خپلو خطاګانو نه درس واخلۍ او د هیواد د قوانینو سره سم یو ژوند غوره کړې.
غل د ډیر شرم او خجالت ویستو له امله د سترګو نه اوښکې جاري شوې.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه