د آذربايجان- ارمنستان پر پوله تاوتريخوالى

د آذربايجان- ارمنستان د هېوادونو ترمېنځ ترينګلې اړيكې پرون هغه مهال لا پسې خرابې شوې چې د آذربايجان هوايي ځواكونو د ارمنستان اړوند يوه بې پيلوټه الوتكه نسكوره كړه.

334110

د ارمنستان خوا د تېرې شپې راهيسې په پوله باندې ۷۷ ځله د اوربند د تړون مواد پر پښو لاندې كړي دي. ارمني ځواكونو د آذربايجان په اشغال شوې خاوره كې د سپكو او درندو وسلو ډزې وكړې او ځاى ځاى يې كورونو ته اورونه واچول.
په ورته ډول د اشغال شوې خاورې په غرونو كې د اورلګېدنې له امله په لسګونو هكټاره ځنګليزه ځمكه سوځېدلې ده.
دواړه هېوادونو په ګډه پوله باندې وسله وال ځواكونه لري.

پيوندونه:

اړوند خبرونه