داعش ډلې د لومړي ځل لپاره په اسراییلو راکټي برید وکړ
داعش په اسراییلو د راکټي برید عسکونه خپاره کړل
داعش ډلې د خپل تاسیس د ورځې راهیسې د لومړي ځل لپاره په اسراییلو راکټي برید وکړ.
د اسراییلو اردو ویلي دي چې د هیواد په سویل کې د اشکول په سیمه کې چې د مصر سره په ګډه پوله کې پرته ده دوه راکټي بریدونه شوي دي.
د برید نه وروسته د اسراییلو او مصر په پولو کې د خطر زنګونه ووهل شول. اسراییلو ویلي دي چې په برید کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی.
ویل کیږي راکټي بریدونه د مصر د سینا د ټاپو نه د اسراییلو پر لور توغول شوي دي. د سینا په ټاپو کې د تیرو څو ورځو راهیسې د مصر د امنیتي ځواکونو او داعش ترمنځه سختې نښتې دوام لري.
د برید مسولیت په سینا کې د داعش یوې څانګې انصار البیت الله په نامه ډلې منلی دی. د یادولو وړ ده چې د داعش د تاسیس د ورځې راهیسې دا لومړی ځل دی چې د اسراییلو پر وړاندې غبرګون ښايي او برید پرې کوي. داعش تل لویدیځو هیوادونو لکه امریکا، انګلستان ، فرانسې او جرمني په څیر هیوادونو ته ګواښ کوي خو دا لومړی ځل دی چې په اسراییلو راکټي بریدونه کوي.
داعش د ټولنیزې مډیا له لارې د برید اړوند ځیني عکسونه هم خپاره کړي دي.
د یادولو وړ ده چې داعش د تیرې چار شنبې په ورځ په د مصر په شمال کې د سینا په ټاپو کې د اردو او پولیسو په مرکزونو په عینې حال کې بریدونه ترسره کړل چې وروسته نښته پیل شوه. په بریدونه او نښتو کې څه باندې سلو تنو ژوند د لاسه ورکړ. پدې نښتو کې د مصر امنیتي ځواکونو ته هم د پام وړ ځاني زیان اوښتی دی.