امریکا هم همجنسو کسانو ته د واده قانوني اجازه ورکړه

د امریکا سترې محکمې په هیواد کې همجنسو کسانو ته د واده کولو قانوني اجازه ورکړه

324056
امریکا هم همجنسو کسانو ته د واده قانوني اجازه ورکړه

امریکا هم د همجنسو کسانو واده ته اجازه ورکړه.
د امریکا سترې محکمې د هیواد اساسي قانون همجنسو کسانو ته د واده کولو حق او اجازه ورکوي حکم وکړ.
په امریکا کې د همجنسو کسانو واده ته په قانوني توګه د اجازې ورکولو په خاطر د یوې ډیرې اوږدې مودې راهیسې بحثونه او جنجالونه روان ول چې سترې محکمې دې جنجالونو ته د پای ټکی کیښود.
د امریکا په ستره محکمه کې د همجنسو کسانو واده ته د اجازې ورکولو او یا نه ورکولو په خاطر رای اچونه وشوه چې د ۴ مخالفو رایو پر وړاندې د ۵ موافقو رایو سره ورته اجازه ورکړل شوه.
سترې محکمې وویل چې دوی په هیواد کې د همجنسو کسانو د ودونو مخه او هغوې ددې حق نه نشي محرومولی . سترې محکمې ویلي دي چې دا حکم په ټول هیواد کې د منلو وړ دی. هیڅ ایالت ددې پریکړې نه سرغړونه نشي کولی.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د سترې محکمې د پریکړې نه وروسته د خپل ټویټر حساب له لارې په څرګندونو کې وویل چې نن ورځ مساواتو په برخه کې یو ډیر مهم ګام پورته شو. همجنسبازانو هم د هیواد د نورو وګړو په څیر د واده کولو حق ترلاسه کړ.
د یادولو وړ ده چې ددینه وړاندې د امریکا په ۳۸ ایالتونو کې د ایالتي مجلسونو د پریکړې له مخې همجنسو کسانو ته د واده حق ورکړ شوی وو خو په یو زیات شمیر نورو ایالتونو کې بیا دوی ته د واده اجازه نه ورکول کیده.
په ځانګړې توګه د امریکا په سویلي ایالتونو کې همجنسبازانو ته د واده قانوني حق نه ورکول کیده چې د محکمې د پریکړې نه وروسته يي په ټول هیواد کې دا حق ترلاسه کړ.


پيوندونه:

اړوند خبرونه