په تونس کې په هوټلونو خونړۍ برید وشو

په تونس کې د سوسا په توریسي ښار کې په دوو هوټلونو خونړۍ برید وشو

321217
په تونس کې په هوټلونو خونړۍ برید وشو

په تونس کې په دوو هوټلونو د قتل عام په څیر بریدونه وشول.
د تونس د سوسا په ښار کې په دوو هوټلونو برید وشو. ویل کیږي یو تن برید کوونکي چې په ماشینګړو سمبال وو په دوو هوټلونو برید وکړ. په برید کې لږ تر لږه ۲۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی .
د تونس د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې یو تن برید کوونکي د سوسا په توریستي ښار کې په دوو هوټلونو برید وکړ چې د لومړنیو معلوماتو له مخې ۲۶ تنو پکې ژوند دلاسه ورکړی دی .
د تونس د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چي برید کوونکی د پولیسو لخوا وژل شوی دی. په څرګندونو کې راغلي دي چې په ماشینګړو سمبال برید کوونکي په هوټلونو کې په خلکو ډزې وکړې چې ۲۶ تنه يي ووژل. برید کوونکو د پولیسو لخوا ووژل شو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه