په امریکا کې کوچنۍ مساپر وړونکي الوتکه راوغورځیده
د امریکا د الاسکا په ښار کې د یوې کوچنۍ مساپر وړونکې الوتکې د غورځیدو نه خبر ورکړ شوی دی
د امریکا د الاسکا ایالت کې د وړې مساپر وړونکې الوتکې د سقوط نه خبر ورکړ شوی دی.
د الاسکا ایالت د پولیسو په وینا الوتکه د یاد شوي ایالت د کیکیچان ښار شمال ختیځ لورې ته په ۳۰ کیلومترۍ کې د ایلا د سیند په شاوخوا کې غورځیدلې ده.
پولیسو ویلي دي چې په پیښه کې په الوتکه کې سپرو ټولو کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی .
د پولیسو په وینا په الوتکه کې د پیلوټ په ګډون لسو تنو شتون درلود چې هیڅ تن پکې ندی ژغورل شوی .
د بله پلوه د فرانس پرس خبري اژانس ویلي دي چې د ژغورنې ډله سیمې ته رسیدلې او د پیښې د قربانیانو مړي هم موندلي دي. فرانس پرس ویلي دي چې مړي مودل شوي دي خو د پیژندو وړ ندي. د مړو هویت تر اوسه پورې تثبیت شوی ندی.
د الوتکې د غورځیدو لامل معلوم ندی او په اړه يي څیړنې پیل شوي دي.
اړوند خبرونه
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.