د مرسي د اعدام د پریکړې په اړه د امریکا لومړنی غبرګون

امریکا په مصر کې د مرسي او اخوان المسلمین د یو زیات شمیر غړیو په اړه د محکمې د پریکړې نه د یوې سیاسي پریکړې په توګه یادونه وکړه

307019
د مرسي د اعدام د پریکړې په اړه  د امریکا لومړنی غبرګون

امریکا په مصر کې د کودتاچي رژیم د محکمې لخوا لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي په ګډون ۱۰۵ تنو اړوند د اعدام د حکم په اړه غبرګون څرګند کړ.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جان کیربي وویل چې په مصر کې د لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي چې د کودتا په پایله کې له واکه لرې کړی شو او د اخوان المسلمین د سازمان د غړیو اړوند د محکمې د پریکړې په اړه ډیر خواشینې یو.
نوموړي ویلي دي چې په مصر کې مخالفین او سیاسي فعالین چې په سوله ییزه توګه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي تل د حکومت لخوا په ټولیزه توګه محاکمه کیږي پدې مسلې موږ تل نیوکې کوو.
په مصر کې د محکمې لخوا لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي او د اخوان المسلمین د یو زیات شمیر غړیو اړوند د اعدام حکم په اړه ډیر خواشینې یو.
نوموړي زیاته کړې ده چې د مصر د پخواني ولسمشر او یو زیات شمیر سیاسي فعالینو دا محاکمه عادله نده او حقوق پکې د خپلو لاندې شوي دي . دا ډول محاکمې په هیواد کې په حقوقو او عدالت باندې د خلکو باور او اعتماد له منځه وړي.
کیربي زیاته کړه چې موږ پوره باور لرو چې په مصر کې د اعدام د نورو پریکړې په څیر پدې پریکړو به هم اعتراض وشي او تمیض محکمې ته به مراجعه وشي.
په مصر کې د رفاح او استقرار په خاطر د هر وګړي د حق نه دفاع او عدالت پر بڼسټ ولاړ قضايي ارګانونه ځانګړې اهمیت لري.
همداشان د امریکا د سپینې مانۍ ویاند جوش ایرنیست هم د محکمې لخوا د محمد مرسي او اخوان المسلمین د یو زیات شمیر غړیو اړوند د محکمې د پریکرې په اړه ارزونې وکړې. نوموړي وویل چې په مصر کې د محمد مرسي او یو زیات شمیر نورو په اړه د دا ډول سیاسي پریکړو په اړه خواشینې یو. امریکا په ځانګړې توګه په ټولیزه توګه محاکمې غندي.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه