د فرانسې لومړی وزیر: مسلمانان د فرانسې مهمه برخه تشکیلوي

په فرانسه کې جوړه شوې د اسلامي ډیالوګ لومړنۍ غونډه پایته ورسیده.

305288
د فرانسې لومړی وزیر: مسلمانان د فرانسې مهمه برخه تشکیلوي

په فرانسه کې جوړه شوې د اسلامي ډیالوګ لومړنۍ غونډه پایته ورسیده.
د فرانسې لومړي وزیر مانویل والس پدې غونډه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې مسلمانان د فرانسې یوه مهمه پارچه تشکیلوي او پرته د مسلمانانو هیواد يي نیمګړی دی.
دا غونډه چې د فرانسې د کورنیو چارو د وزارت لخوا جوړه شوې وه د حکومت لوړپوړو چارواکیو سربیره په ټول هیواد کې د اسلامي ټولنو، شوراګانو او سازمانونو استازو پکې ګډون کړی وو.
په غونډه کې د فرانسې لومړي وزیر هم برخه اخیستې وه. نوموړي په غونډه کې ګډونوالو ته وویل چې د اسلام دین د فرانسې د ارزښتونو پر خلاف نه بلکې سمون لري.
نوموړي زیاته کړه چې په فرانسه کې به ددینه وروسته د اسلام دین وروسته نه بلکې پرمختګ وکړي.
د فرانسې لومړي وزیر په هیواد کې په میشتو ټولو مسلمانانو د خپلو حقونو د غوښتلو او لټولو غږ وکړ.
په فرانسه کې د اسلامي شورا مرستیال احمد اوغراش په غونډه کې په حکومت غږ وکړ چې د مسلمانانو د ستونزو په حل کې لکه څرنګه چې تر ننه پورې هلې ځلې کړي ددینه وروسته هم ورته چلند غوره کړي.
د یادولو وړ ده چې د روان کال په پیل کې د فرانسې په پلازمینه پاریس کې د شارلي هیبدو د مجلې په دفتر د برید نه وروسته په نوموړي هیواد کې اسلام فوبیا یا اسلام سره د دښمنۍ کچه د پام وړ لوړه شوې ده . د نوموړې پیښې نه وروسته د روان میلادي کال پدې شپږو میاشتو کې تر هر وخته زیات په مسلمانانو او په اسلامي مکانونو بریدونه شوي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه