د القاعدې د يو مشر د وژل كېدو ادعا

د امريكا د متحدو ايالتونو د هوايي ځواكونو جنګي جټ الوتكو د لېبيا په ختيځ كې د القاعدې د يو تن مشر مختار بلمختار باندې هوايي بريد كړى دى.

304381
د القاعدې د يو مشر د وژل كېدو ادعا

د امريكا د دفاع د وزارت وياند سټېف وارېن د بريد پخلى وكړ خو څرګنده يې كړه چې تر اوسه پورې د بريد د پايلو او تلفاتو په اړه تحقيقات روان دي.
دا په داسې حال كې ده چې په لېبيا كې د طبرق حكومت چې د نړيوالې ټولنې لخوا په رسميت پيژندل كيږي څرګنده كړې ده چې بلمختار په بريد كې وژل شوى دى.
مختار بلمختار په شمالي افريقا كې د القاعدې د ډلې اړوند يوه څانګه لري چې د يو زيات شمېر بريدونو مسووليت يې پر غاړه اخيستى دى. مختار په ۲۰۱۳ كال كې د الجزاير د هېواد د طبعي ګازو پر يوې ذخيرې باندې بريد كړى وو چې پكې د لسو بېلابېلوهېوادونو نه ۳۸ تنه وژل شوي ول.


پيوندونه:

اړوند خبرونه