هالنډي سیاستوال: د جون په ۲۰ به د محمد ص کاریکاتورنه خپاره کړو
د هالنډ حکومت د نوموړي هیواد د افراطي سیاستوال ویلډرز لخوا په ملي تلویزیون کې د محمد ص د کاریکاتورنو د خپرولو د پریکړې په اړه اندیښنه ښودلې ده
![هالنډي سیاستوال: د جون په ۲۰ به د محمد ص کاریکاتورنه خپاره کړو](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/10-11/Files/UploadedImages/3917894189wilderskarikatr.jpg?time=1719082644)
په هالنډ کې ښې اړخه افراطي سیاستوال ویلډرز د مسلمانانو تحریکولو په خاطر د خپلې وسې او توانه پورې هلې ځلې کوي.
په هالنډ کې د اسلام دښمنه افراطي سیاستوال ویلډرز لخوا په ملي تلویزیون کې د پیغبمر ص د کاریکاتورونو د خپرولو پریکړې د هالنډ حکومت د ستونزو سره مخامخ کړی دی .
د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت پدې اړه خپلو ټولو سفیرانو ته ویلي دي چې کوربه هیوادونو ته قناعت ورکړي چې دا پریکړه د حکومت نه بلکې د پخپله د ویلډرز پریکړه ده .
ویلډرز ددینه وړاندې په پارلمان کې د محمد ص د کاریکاتورونو د نندارتون د پرانیستو لپاره د اجازې غوښتنه کړې وه چې دا غوښتنه د پارلمان د ریس لخوا رد شوې وه. نوموړي د رد جواب د ترلاسه کولو نه وروسته اعلان وکړ چې د جون د ۲۰ او جولای تر ۳ مې نیټې په ملي تلویزیون کې د ددوی د ګوند لخوا په ځانګړې شوې موده کې به د محمد ص کاریکاتورونه خپاره کړي.
د ویلو ده چې هالنډي اسلام دښمنه سیاستوال ویلډرز تیره میاشت د امریکا د تکزاس ایالت د دالاس په ښار کې د محمد ص د کاریکاتورونو په اړه په جوړه شوې سیالۍ کې هم ګډون کړی وو. پدې نندارتون د دوو تنو لخوا وسله وال برید هم شوی وو . په برید کې دوو تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.
هالنډي افراطي سیاستوال په ۲۰۰۸ کال کې د انټرنټ له لارې د فتنې په نامه د یو ۲۶ دقیقه يي فلم د خپرولو سره چې مسلمانانو او اسلام ته پکې سپکاوی شوی وو د نړۍ سخت غبرګون راوپارو.
ددې پرمختګ نه وروسته د نړۍ په یو زیات شمیر هیوادونو کې د هالنډ د سفارتخانو پر وړاندې سختې مظاهرې وشوې . د هالنډ حکومت هغه مهال هم ویلي وو چې دا فلم د حکومت په پریکړه نده خپور شوی دی .
اړوند خبرونه
![د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/b6c4/67e4/c1e5/66615bc834834.jpg?time=1719082645)
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.