د اسراییلو د محکمې لخوا د عدالت او قضاوت نه لرې پریکړه

د اسراییلو یوې محکمې هغه اسراییلي پیلوټان چې په غزه کې په ساحل کې د لوبو پر مهال په ماشومانو بریدونه کړي ول او ۴ تنه يي وژلي ول بې ګناه وبلل.

302280
د اسراییلو د محکمې لخوا د عدالت او قضاوت نه لرې پریکړه

د اسراییلو یوې محکمې په غزه د نوموړي هیواد د بریدونو په دوران کې په ساحل کې د فوټبال پر مهال په هوايي برید کې د وژل شوو ۴ تنو فلسطیني ماشومانو د وژنې اړوند خپله وروستۍ پریکړه وکړه . محکمې ویلي دي چې اسراییلي پیلوټانو پدې پیښه کې د قانون نه سرغړونه نده کړې.
محکمې پیلوټان بې ګناه وبلل. د اسراییلو د اردو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي په غزه د بریدونو پر دوران کې په ساحل کې د وژل شوو ماشومانو په اړه په محکمه کې د پیلوټانو پر خلاف اقامه د دعوا شوې وه .
محکمې تیره ورځ پریکړه وکړه چې پيلوټانو پدې پیښه کې د قوانینو نه سرغړونه نده کړې او بې ګناه دي . په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دعوا پرته ددې چې پیلوټانو ته کومه جزا ورکړل شي وتړل شوه.
د بله پلوه اسیرانو او بشري حقونو د څیړونو د مرکز مشر فواد الحافیش د یادې شوې مسلې اړوند د اناطولیا خبري اژانس ته ویلي دي چې د اسراییلو لخوا د ترسره شوو بشري جنایتونو په اړه څیړنې پیلیدل او یا په محکمه کې اقامه د دعوا کیدل په اصل کې د نړۍ په سترګو کې خاورې ډوړول دي. نوموړي زیاته کړه چې د یو هیواد قضايي ارګانونه چې پدې اندازه ظالم او بې عدالته وي د هغه هیواد د حکومت او اردو نه څه ګیله پکار ده .
نوموړي د فلسطین په حکومت غږ وکړ چې هر څه ژر د اسراییلو پر خلاف د جزا په نړۍواله محکمه کې اقامه د دعوا وکړي او د هغوې د بشري جنایتونو اړوند اسناد او شواهد د جزا نړۍوالې محکمې ته وسپاري.
د اسراییلو اردو د ۲۰۱۴ کال د جولای په ۱۷ مه نیټه په غزه کې په ساحل کې د لوبو پر مهال په ماشومانو هوايي بریدونه وکړل چې په ترڅ کې ۴ تنو فلسطیني ماشومانو ژوند د لاسه ورکړ. پدې پیښه کې دوه تنه ماشومان ټپیان شوي وو. دا پیښه ثانیه په ثانیه د کمرو لخوا ثبت شوې وه او فلم يي هم خپور شوی وو.
د وژل شوو ماشومانو عمرونه د ۹ او ۱۲ کلونو ترمنځه وو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه