د روسيې او ناټو ترمېنځ د جګړې احتمال

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين وويل چې د لوديځ سره يې اړيكې د نښتو په اساس نه بلكې د همكارۍ په اساس بنا كړي دي.

294524
د روسيې او ناټو ترمېنځ د جګړې احتمال

پوتين د جون په لسمه نېټه د ايټاليا له هېواد د رسمي ليدنې نه وړاندې په يوې خبري غونډه كې د ايټالوي ژورنالستان پوښتنې ځوابونه وويل. پوتين وويل چې `` په لوديځ كې د روسيې لخوا د ناټو په غړو هېوادونو باندې د احتمالي بريد له امله وېره خپره شوې ده. د روسيې او ناټو ترمېنځ د جګړې د احتمال په اړه يواځې ليونى فكر كولاى شي.``
پوتين زياته كړه چې د اوكراين په ختيځ كې د روسيې نظامي فعاليت يواځې د ګواښونو پر وړاندې ځوابي بڼه لري. د پوتين په وينا `` زموږ هر نظامي ګام د روسيې د ملي امنيت د ساتنې په موخه دى. ځينې بيا پدې هيله ول چې روسيه به په يو اړخيز ډول خپلې وسلې پر ځمكه كيږي چې دا هېڅ امكان نه لري. ``
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ادعا وكړه چې ``د امريكا متحده ايالتونه د اتلانتيك په سيمه كې غواړي چې خپل مشرتوب حفظ كړي. ددې امله د روسيې او اروپايي ټولنې ترمېنځ نږدې اړيكي نشي زغملى. امريكا په اروپا كې د خپلو ګټو د تامين لپاره د يو نوي `دښمن` او ګواښ د را منځته كولو هڅه كوي. داسې ښكاري چې ايران نور وېروونكى نه دى. د اوكراين كړكېچ څرنګه رامنځته شو. په پلازمېنه كيف كې د سي آى اې لخوا ټول لاريونونه اداره شول او موږ يې يواځې سيل وكړ.``


پيوندونه:

اړوند خبرونه