کاناډا د ۲۹ هیوادونو د وګړو لپاره ویزې سختې کړې

د کاناډا هیواد د افغانستان په ګډون د ۲۹ هیوادونو د وګړو لپاره خپلې ویزې سختې کړې

293751
کاناډا د ۲۹ هیوادونو د وګړو لپاره ویزې سختې کړې

کاناډا د ۲۹ هیوادونو د وګړو لپاره  د نوموړي هیواد  د ویزې  اخیستل لا پسې  سخت کړل. 
کاناډا د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په خاطر د تدابیرو په چوکاټ کې د ۲۹ هیوادونو د وګړو لپاره نوموړي هیواد ته د راتګ پر مهال د بیومتریک سکن د پروګرام په عملي کولو پیل وکړ.
د کاناډا لومړي وزیر ستیفن جوزیف هارپر په تورنتو کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دا پروګرام به د افغانستان، البانیا، جزایر، بنګلادیش، برما، کامبوچیا، کولمبیا، کانګو دیموکراتیک جمهوریت، مصر، ایریتري، هایټي، عراق، جامیکا، اردن، لاوس، لبنان، لیبیا، نایجریا، پاکستان ، فلسطین، سعودي عربستان، سومالي، سوډان، سویلي سوډان، سریلانکا، سوریې، تونس، ویتنام او یمن د هیوادونو په وګړو عملي کړی شي.
لومړي وزیر ستیفن وویل چې تر ۲۰۱۹ کاله پورې په پام کې ده چې د موجودو معلوماتو نه علاوه د ۲ عشاریه ۹ میلیونو تنو په اړه لا زیات معلومات ترلاسه کړه.
نوموړي زیاته کړه چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په چوکاټ کې تیار دي چې خپل معلومات د نورو هیوادونو سره هم شریک کړي. همداشان د نوو معلوماتو د ترلاسه کولو سره به زموږ د معلوماتو مرکز لا پسې قوي شي.
نوموړي وویل چې دا پروګرام به د امریکا او لویديځو هیوادونو په وګړو عملي نشي. ستیفن زیاته کړه که چې ددې پروګرام سره هیڅوک نشي کولی چې په جعلي اسنادو او جعلي نوم کاناډا ته راداخل شي. نوموړي وویل هو یو سړی به جعلي اسناد او جعلي نوم وړاندې کړي خو د ګوټو نشانونه هیڅوخت نشي جعلي کیدلی.
د یاد شوي پروګرام په چوکاټ کې د نوموړو ۲۹ هیوادونو نه هر څوک چې د کاناډا د ویزې په خاطر مراجعه کوي د کاملو اسناد، بیومتریک عسکونو او د لسو ګوټو نشانونه به هم ترینه اخیستل کیږي. د اړیتا په صورت کې مراجعه کوونکی مجبور دی چې زموږ سره لا زیات خپل معلومات شریک کړي.
لومړي وزیر وویل چې دا معلومات په اصل کې د کاناډا د دولت لپاره ښه تضمین دی.
ویل کیږي ددې پروګرام په چوکاټ کې د نوموړو ۲۹ هیوادونو نه هر وګړی چې کاناډا ته د کاري او تعلیمي سفر او یا لنډ مهال اقامت په خاطر ویزې ته مراجعه کوي مجبور دي هر هغه څه چې ترینه غوښتل کیږي هغه پوره کړي. د عسکونو سربیره د لسو ګوټو نشانونه هم ورکړي. دا پروګرام به د ۱۴ او ۷۹ کلونو ترمنځه په وګړو تطبیق کړی شي.
همداشان د یادو شوو هیوادونو وګړي د ویزې د بیې سربیره اړ دي چې د الکترونیک او بیومتریک سکن ۸۵ امریکايي ډالره بدل هم ورکړي. لومړي وزیر وویل چې هر څوک چې د ویزې لپاره مراجعه کوي مجبور دی چې د ملاقات پر مهال د مخ څیره پوره خلاصه کړي . همداشان عسکونه د پړوني سره هم پدې شرط د منلو وړ دي چې د مخ څیره يي په کامله توګه ښکاره شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه