اوباما د اراکان د مسلمانانو اړوند په میانمار حکومت نیوکه وکړه

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د مسلمانانو په مسله کې د میانمار حکومت ته خبرداری ورکړ.

301585
اوباما د اراکان د مسلمانانو اړوند په میانمار حکومت نیوکه وکړه

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د مسلمانانو په مسله کې د میانمار حکومت ته خبرداری ورکړ.
اوباما د میانمار په حکومت غږ وکړ چې د مسلمانانو سره توپیر او خصمانه دریځ او چلند ته دې هر څه ژر د پای ټکی کیږدي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما تیره ورځ په سپینه ماڼۍ کې د سویلي اسیا د یوې ډلې ځوانانو سره لیدنه وکړه .
د نوموړې لیدنې اصلي اجندا د اراکان د مسلمانانو په اړه وه .
اوباما د مسلمانانو په مسله کې د میانمار په حکومت سخته نیوکه وکړه او وویل ً که چیرې یاد شوی هیواد غواړي چې د ډیموکراسۍ په برخه کې پرمختګ وکړي او پدې برخه کې بریالی شي نو د هر څه نه د مخه دې د عقیدتي تبعیضونو نه لاس واخلي. د انسانانو ترمنځه تبعیض باید پایته ورسوي.
اوباما ددې خبرې په ټینګار وویل چې د میانمار نه د مسلمانانو د کډوالۍ او په لوی لاس د مرګ ګواښ سره د ځان مخامخولو یواځنی لامل هم د حکومت لخوا د هغوي سره بد چلند دی.
پدې لیدنه کې اوباما د یو تن ځوان ددې پوښتنې په ځواب کې ً که چیرې تاسې د اراکان یو مسلمان وای تاسې چیرته غوښتل چې لاړ شۍ ً وویل ! که چیرې زه د اراکان اوسیدونکی وای د زیږیدنې په ځای ، د خپلې کورنۍ تر څنګ پاتې کیدم. خو پدې شرط چې حکومت زما د حق ، ځان او مال نه دفاع کړی وای.
د یادولو وړ ده چې واشنګټن تیره اوونۍ هم ددې خبرې په ټینګار ویلي وو چې د اراکان د مسلمانانو د ستونزې حل په نورو هیوادونو کې د هغوې ځای په ځای کول نه بلکې د میانمار د حکومت لخوا د هغوې سره ښه چلند کول او هغوې ته تابعیت ورکول دي. د میانمار حکومت باید هر څه ژر د اراکان مسلمانانو ته تابعیت ورکړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه