روسيې د ځينو لوديځو چارواكو پر مخ خپل ور وتړلو

بهرنيو چارو وزارت، مسكو ته د يو شمېر اروپايي هېوادونو د ځينو چارواكو پر راتګ بنديز ولګولو.

300021
روسيې د ځينو لوديځو چارواكو پر مخ خپل ور وتړلو

دا په داسې حال كې ده چې لوديځو هېوادونو د مسكو ددې اقدام له امله خواشيني ښودلې ده او د روسي مقاماتو نه غوښتنه كړې ده چې پدې اړه ورسره جزييات شريك كړي.
روسي مقاماتو تر اوسه پورې پدې اړه رسمي څرګندونې نه دي كړي خو ويل كيږي چې د جرمني، انګلسان، سويډن، چك، بلغاريا، پولنډ، ډنمارك، فنلنډ، لېتوانيا، رومانيا، اسپانيا او څو نورو هېوادونو يو شمېر چارواكي نشي كولاى چې روسيې ته سفر وكړي.
خبري رسنۍ بيا وايي چې دا اقدام د هغو بنديزونو په ځواب كې شوى دى چې د لوديځ لخوا پر روسيې باندې لګېدلي دي. هېره دې نه وي چې اروپايي هېوادونو هم د روسيې پر يو شمېر هېوادوالو باندې اروپا ته د راتګ بنديز لګولى وو.
د بله پلوه د روسيې دې ګام د اروپايي ټولنې د مشرانو په ګډون د لوديځوالو غصه هم را پارولې ده.
د جرمني د هېواد د بهرنيو چارو وزير ددې لېست په اړه د روسي مقاماتو نه د توضيحاتو غوښتنه وكړه. د فرانك والټر شټنماير په وينا ``په لست كې د نومونو خاوندانو ته بايد پخوا خبر وركړل شوى واى او يا هم دا لست په رسمي ډول خپور شوى واى``
د انګلستان د بهرنيو چارو د وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي چې روسيه د داسې لست د جوړولو لپاره هېڅ ډول قانوني دلايل نه لري.


پيوندونه:

اړوند خبرونه