امریکا د مرستیال ولسمشر جو بایدن زوی د مغزو د سرطان له امله ومړ
د امریکا د ولسمشر د مرستیال جو بایدن زوی د مغزو د سرطان له امله ژوند د لاسه ورکړ
د امریکا د ولسمشر د مرستیال جو بایدن زوی بو بایدن د مغزو د سرطان د ناروغئ له امله ومړ.
د سپینئ ماڼئ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د ولسمشر بارک اوباما د مرستیال جو بایدن زوی ۴۶ کلن بو بایدن د مغزو د سرطان د ناروغئ له امله د ۴۶ کلونو په عمر ژوند د لاسه ورکړ.
د امریکا د ولسمشر مرستیال جو بایدن هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې د هغه زوی ۴۶ کلن بو بایدن نن د خالي په ورځ ددې نړئ نه سترګې پټئ کړې. بایدن ویلي دي چې د هغه زوی د مغزو د سرطان د ناروغئ له امله ژوند د لاسه ورکړ. بایدن ویلي دي چې خپل غم په کلمو نشي بیانولی.
د یادولو وړ ده چې یوه میاشت د مخه بو بایدن د یادې شوې ناروغئ له امله د واشنګټن نه بهر د والټر رید په عسکري روغتون کې بستر شوی وو.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د خپل مرستیال جو بایدن د زوی د مړیني له امله د تسلیت پیغام خپور کړی دی .