د جان کیري پښه ماته شوه!

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په فرانسه کې د بایسکل ځغلوونې پر مهال ولوېد.

299373
د جان کیري پښه ماته شوه!


د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په فرانسه کې د بایسکل ځغلوونې پر مهال ولوېد.
ویل کیږي چې په پېښه کې د کیري د ښۍ پښې د ورون هډوکی مات شوی دی. کیري اوسمهال په سویس کې په یو روغتون کې دی. ټاکل شوې ده چې ژر تر ژره به امریکا ته ستون شی او هلته به تر درملنې لاندې ونیول شي.
کیري د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سره د لیدنې نه وروسته د تفریح لپاره بایسکل چلولو.
ټاکل شوې وه چې جان کیري له دې ځایه فرانسې ته لاړ شي او د نوموړي هېواد د پادشاه او لومړي وزیر سره وګوري. همداراز په پام کې وه چې کیری به سبا ته په پاریس کې د داعش په اړه په نړیوال کنفرانس کې هم ګډون کړی وای.
د جان کیري ټول رسمي پروګرامونه ځنډول شوي دي.
۷۱ کلن جان کيري د بایسکل ځغلونې سره بې کچه مینه لري. حتی رسمي سفرونو ته هم له ځانه سره خپل بایسکل وړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه