په واشنګټن کې د اسلام ضد اعلانونو خپرولو ته اجازه ورنکړای شوه

د واشنګټن د عامه ټرانسپورت مدیریت د ریل ګاډو، مترو او بسونو په تم ځایونو او ستیشنونو کې د محمد ص او اسلام ضد اعلانونو خپرولو ته اجازه ورنکړه

296262
په واشنګټن کې  د اسلام ضد  اعلانونو خپرولو ته اجازه ورنکړای شوه

د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې د ریل ګاډو، بسونو او مترو په تم ځایونو کې د اسلام ضد د اعلاناتو ځوړندولو ته اجازه ورنکړی شوه.
د امریکا د پلازمینې واشنګټن د عامه ټرانسپورت مدیریت په امریکا کې د ازادۍ نه د دفاع کوونکو متشبصینو د ټولنې لخوا د ریل ګاډو، بسونو او مترو په تم ځایونو او ستیشنونو کې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد ص د کاریکاتورونو د سیالۍ او اسلام ضد اعلاناتو د خپرولو اړوند غوښتنه رد کړه .
د ویلو ده چې یادې شوې ټولنې تیره میاشت د امریکا د تکزاس په ایالت کې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد ص د کاریکاتورونو یو نندارتون او سیالي جوړه کړې وه چې د دوو تنو امریکايي وګړو لخوا پرې وسله وال برید وشو.
د واشنګټن د عامه ټرانسپورت د مدیریت د مطبوعاتو سره د اړیکو مسول مایک تولبرت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په پلازمینه واشنګټن کې د ریل ګاډو، مترو او بسونو په تم ځایونو او عمومي ستیشنونو کې به د یوې ځانګړې مسلې اړوند اعلاناتو خپرولو ته اجازه ورنکړي .
نوموړي ویلي دي چې د عامه ټرانسپورت مدیریت اجراییوي شورا د روان کال تر پایه د معلومو او ځانګړو مسلو اړوند ریل ګاډو ، مترو او بسونو په تم ځایونو او ستیشنونو کې د اعلاناتو نصبولو ته د اجازې د نه ورکولو پریکړه وکړه .
پدې موده کې به د ریل ګاډو، مترو او بسونو په تم ځایونو کې یواځې او یواځې بې طرفو او د اعتماد وړو اعلاناتو خپرولو ته اجازه ورکړای شي.
د ویلو ده چې په امریکا کې د ازادیو نه د دفاع کوونکو متشبصینو ټولنې د تکزاس د دالاس په ښار کې د حضرت محمد ص د کاریکاتورونو اړوند د سیالۍ د جوړولو نه وروسته ویلي وو چې په راتلونکې کې به په واشنګټن کې دیته ورته سیالي جوړه کړي.
نوموړی ویلي وو چې په واشنګټن کې به هم د اسلام ضد خپلو کمپاینونو ته دوام ورکړو چې د عامه ترانسپورت د مدیریت لخوا يي غوښتنه رد شوه .
د بله پلوه د امریکا د ارزونا ایالت اړوند د فونکس په ښار کې د اسلام ضد د مظاهرې د جوړولو نه خبر ورکړ شوی دی . یوې ډلې د ټولنیزې مډیا له لارې خلکو ته پدې مظاهره کې د ګډون بلنه ورکړې او په ګډون کوونکو يي د ځان سره د وسلو د راوړلو غږ هم کړی دی .
د فونکس په ښار کې یوې ډلې ویلي دي چې د جومات په مخکې به د حضرت محمد ص او د اسلام ضد مظاهره وکړي. یادې شوې ډلې پدې مظاهره کې په ګډون کوونکو د امریکا د اساسي قانون د دویمې مادې له مخې چې خلکو ته د وسلو د ګرځولو د ورکړي حق په رڼا کې په مظاهره کې د ځان سره د خپلو وسلو د راوړولو غږ کړی دی .
ویل کیږي دا مظاهره نن د جمعې ورځ د امریکا په ځايي وخت د مازیګر په ۶ بجو او ۱۵ دقیقو پيلیږي. تر اوسه پورې ۲۶۲ تنو پدې مظاهره کې د ګډون بلنه منلې ده.
د مظاهرې جوړونکو ویلي دي چې دا مظاهره په تکزاس کې د محمد ص د کاریکاتورنو په سیالۍ د برید په ځواب کې جوړیږي.
همداشان د امریکا د اسلامي اړیکو شورا په امریکا کې په مسلمانانو غږ کړی دی چې پدې ډول پارونکو اقدماتو سترګې پټې کړي او هیڅډول کوم غبرګون ونه ښايي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه