ځوان کینیايي د مدافع وکیل د اوباما د لور د مینې اعلان وکړ

د کینیا د هیواد یو تن ځوان د مدافع وکیل ویلي دي چې یواځنۍ هیله او خیال يي د اوباما د ۱۶ کلنې لور سره واده کول دي

291019
ځوان کینیايي د مدافع وکیل د اوباما د لور د مینې اعلان وکړ

د کینیا د هیواد یو تن ځوان د مدافع وکیل ویلي دده یواځنی خیال د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د ۱۶ کلنې لور مالیا سره واده کول دي.
نوموړي ویلي دي چې دا د اوباما په لور مین دی او د هغه سره ډیره زیاته مینه لري. نوموړي ویلي دي چې د تیار دی چې د اوباما د لور په ولور کې ۵۰ غویان، ۷۰ پسونه او ۳۰ هم بزې ورکړي.
د فلیکس کیپرونو په نامه کینیايي ځوان ویلي دي چې تیار دی د امریکا د ولسمشر بارک اوباما سره د خپلې مینې په اړه خبرې وکړي.
نوموړي د نایروبي د یوې نامتو ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي چې انسان ته حقیقي خوښي پیسې نه بلکې حقیقي مینه ورکوي.
نوموړي زیاته کړې ده چې په ۲۰۰۸ کال کې د اوباما د لور سره مینه پیدا شوې ده .


نوموړي ویلي دي چې خپله مینه يي د خپلې کورنۍ سره هم شریکه کړې ده او هغوې ورسره د مرستې ژمنه کړې ده .
فلیکس ویلي دي ډیری خلک کیدای شي چې فکر وکړي چې زه د پیسو او شان او شهرت په خاطر دا کار کوم خو نه ، زه په واقعیت سره د مالیا سره مینه لرم.
نوموړي ویلي دي ولسمشر اوباما ته د یو لیک په لیکولو بوخت دی او تمه لري چې دا هیله د امریکا د سفارت له لارې ولسمشر اوباما ته ورسیږي. نوموړي ویلي دي ولسمشر اوباما د راتلونکو دوو میاشتو په دننه کې افریقايي هیوادونو ته یو سفر لري او غواړي چې ددې سفر په ترڅ کې ورسره خبرې وکړي.
نوموړي ویلي دي چې یو ډیر ساده ژوند لري غواړي چې پخپله مالیا ته د غوا لشل زده کړي. په خپلو لاسونو هغه ته د کینیا ژوند زده کړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه