د امريكا د تكزاس ايالت د اوبو لاندې شو!

د امريكا د متحدو ايالتونو د تكزاس په ايالت كې د سېلاوونو له امله ۱۶ تنه ووژل شول او ۳۰ تنه ترى تم دي. ددې ايالت والي په ۳۷ ښارونو كې بيړنى حالت اعلان كړ.

290606
د امريكا د تكزاس ايالت د اوبو لاندې شو!



په تكزاس كې له پرونه راهيسې د شديدو ورښتونو په پايله كې سېلاوونه را ووتل چې په يو زيات شمېر سيمو كې يې ورځنۍ چارې په ټپه ودرولې. د ايالت په مركزي ښار هاوسټن كې لږ تر لږه ۱۰۰۰ كورونه د سېلاوونو له امله زيانمن شوي دي. چارواكي وايي چې پرون د يوې ملي ورځې له امله په ايالت كې عمومي رخصتي وه. له نېكه مرغه د ځاني زيان كچه ټيټه ده. ويل كيږي چې تر اوسه پورې د ۱۶ تنو مړي موندل شوي دي او او ۳۰ تنه لا اوس هم ترى تم دي.
په ايالت كې د بلانكو د سيند اوبه په نيم ساعت كې د ۳ مترو نه ۱۲ مترو ته لوړې شوې او په شاوخوا لارو كې يې ټول موټران له ځانه سره يوړول.
ويل كيږي چې په ټول ايالت كې شاوخوا ۱۰۰ زره كورونه د سېلاوونو په پايله كې زيانمن شوي دي.
د امريكا ولسمشر باراك اوباما هم د تكزاس د والي سره د ټيلفون پر كرښه د خبرو اترو په ترڅ كې د مرستې لپاره تيارى وښود.
دا په داسې حال كې ده چې د امريكا د مترولوژۍ ملي ادار خبردارى وركړ چې په ايالت كې به ورښتونه دوام وكړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه