امریکا د اسامه بن لادن اړوند ځینې خصوصي اسناد هم خپاره کړل

د امریکا د استخباراتو ادارې په ۲۰۱۱ کال کې د اسامه د وژل کیدو نه وروسته د هغه د کور نه ترلاسه کړي یو زیات شمیر اسناد او شواهد خپاره کړل

284400
امریکا د اسامه بن لادن اړوند ځینې خصوصي  اسناد هم خپاره کړل

امریکا په ۲۰۱۱ کال کې په پاکستان کې د اسامه بن لادن د وژلو نه وروسته د هغه د کور نه ترلاسه کړي ځیني اسناد خپاره کړل.
د ویلو ده چې په خپرو شوو اسنادو کې د اسامه بن لادن د کتابونو لست هم خپور شوی دی . د بله پلوه په خپرو شوو اسناد کې د اسامه شخصي اسناد هم خپاره شوي دي.
د نوموړو اسنادو له مخې اسامه بن لادن ۴ ښځې او د نوموړو ۴ ښځو نه ۲۰ اولاده درلودل. امریکايي کارپوهانو ویلي دي چې د نوموړو اسنادو او شواهدو او د اسامه لخوا لیکل شوو لیکونو ته په کتو سره نوموړي په پام کې درلودل چې خپل مشر زوی حمزه لادن خپل ځای ناستی وټاکي.
همداشان اسامه بن لادن لخوا کشرۍ میرمنې ته لیکل شوي د مینې ډک لیکونه هم ترلاسه شوي دي .


اسامه خپلې میرمنې ته لیکلي دي چې یو غوښتنه لرم ! که چیرې زما د میړینې نه وروسته دې بل واده وکړ خو زما سره ژمنه وکړه چې په جنت کې به خامخا ما انتخابوې. ځکه چې په جنت کې هغه میرمنې چې د یو نه د زیاتو کسانو سره چې ودونه کړي وي یواځې یو تن انتخابولی شي.
اسامه خپلې کشرۍ میرمنې ایمل الصباح ته لیکلي دي چې ً ته زما د سترګو نور يې ، تا ماته خوښي او مینه راکړې او ژمنه کوم چې ستا نه وروسته به بل واده ونکړم ځکه چې ستا په څیر بله ښځه نشم موندلی.
اسامه په لیک کې خپلې میرمنې ته په خطاب کې لیکلي دي چې ً ته پدې نړۍ کې زما لپاره تر ټولو قیمتي موجود يي. که چیرې زما د مړینې نه وروسته وغواړې چې واده وکړې زما لخوا درته اجازت دی. خو په یاد وساته چې په جنت کې ما انتخاب کړۍ.
د ویلو ده چې یوه لنډه موده وړانډې د نړۍ نامتو ورځپاڼه چلوونکي سیمور حاریش ادعا وکړه چې امریکا متحده ایالتونو د اسامه بن لادن د وژلو اړوند د عملیاتو پر مهال نړۍ ته درواغ ویلي دي.


د نوموړي ددې څرګندونو نه وروسته امریکا د اسامه بن لادن اړوند ځیني اسناد او شواهد خپاره کړل. پدې اسنادو کې د اسامه بن لادن شخصي او د خصوصي ژوند ځیني اسناد لکه خپلې میرمنې ته لیکلي دي د مینې لیکونه هم خپاره کړل.
همداشان په خپرو شوو اسناد کې د تخنیکي څار راپورونه، د القاعدې د سازمان خپل منځنۍ لیکنې ، د القاعدې د سازمان د غړیتوب فورمونه هم شتون لري. د بله پلوه د امریکا استخباراتو ادارې ویلي دي چې اسامه د انټرنټ له لارې د امریکا مطبوعات او د ځینو نامتو لیکوالانو لیکنې هم څارلې.



پيوندونه:

اړوند خبرونه