د فرانسې د ونلس د ښار ښاروال: په ا سلام دې بندیز ولګول شي

د فرانسې په سویل کې د ونلس د ښار ښاروال په فرانسه کې په اسلام د بندیز لګولو غوښتنه کړې

276131
د فرانسې د ونلس د ښار ښاروال: په  ا سلام دې بندیز ولګول شي

د فرانسې په سویل کې د ونلس د ښار ښاروال روبیرت شاردون په فرانسه کې د اسلام د بندیز لګولو غوښتنه وکړه .
د فرانسې پخواني ولسمشر او خلکو د غورځنګ د یووالي مشر نیکولاس سرکوزي په ټولنیزه مډیا کې یو سرلیک خپور کړی وو چې د ونلس د ښار ښاروال ددې سرلیک لاندې په فرانسه کې د اسلام په دین د بندیز لګولو غوښتنه کړې وه .
د ونلس ښاروال دا جمله چې په فرانسه کې باید په اسلام بندیز ولګول شي درې ځلې تکرار تکرار خپره کړه او وویل چې د فرانسې په راتلونکو ټاکنو کې بری د خلکو د غورځنګ د یووالي د ګوند په برخه کیږي. د ویلو ده چې  نوموړی  ښاروال  د خولې د سرطان په ناروغۍ اخته شوی دی . 
نوموړي په خپل پیغام کې لیکلي وو چې په ۲۰۱۷ کال کې په فرانسه کې د ولسمشرۍ ټاکنې کیږي او د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر په ۱۸ نیټه به په فرانسه کې په اسلام بندیز ولګول شي.
د بله پلوه یاد شوي ښاروال د نوموړې مسلې اړوند د لي موندا د ورځپاڼې پوښتنې ځواب کړې. نوموړي د لي موندا ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل چې په فرانسه کې د روانو ستونزو یواځنۍ حل لاره په اسلام بندیز لګول دي. نوموړي ویلي دي چې سرکوزي ته يي وړاندیز کړی دی او د ځواب په تمه دی.
شاردون ویلي دي هر هغه څوک چې وغواړي په ازده ټوله خپل عقاید پر ځای کړي نو لطفآ خپلو هیوادونو ته دې ستانه شي.
ورځپاڼې لیکلي دي د ونلس ښاروال شاردون یوه څه موده کیږي چې د خولې د سرطان په ناروغۍ روږدی شوی دی او د درملنې لاندې قرار لري. ورځپاڼې ویلي دي ښاروال سره ددې چې د ناروغۍ له امله رخصت اخیستی دی خو خپله دنده يي پریښې نده .
د بله پلوه په فرانسه کې د اسلام فوبیا د څار د مرکز ریس عبدالله ذکري د ونلس د ښاروال د څرګندونو په ځواب کې ویلي دي چې فرانسه یو سکولر هیواد دی او ددې هیواد د قوانینو له مخې هر سړی په ازاده توګه کولی شي چې عقاید پر ځای کړي او د خپلې خوښې د دین لاروي وکړي. فرانسه کې باید د ټولو ادیانو په څیر د اسلام د مبارک دین پر وړاندې هم هیڅډول خنډ جوړ نکړی شي.
نوموړي ویلي دي چې د فرانسې په څیر په یو سکولر هیواد کې د یو ښاروال لخوا دا ډول څرګندونې کول په هیڅډول د منلو وړ ندي.
همداشان په فرانسه کې د اسلام فوبیا د څار مرکز په کړې یوه څیړنه کې ویلي دي چې په فرانسه کې د روان کال په لومړنیو دریو میاشتو کې د مسلمانانو سره دښمنۍ ، ګواښونو او بد چلند کچه د پام وړ لوړه شوې . د څيړنې له مخې تیر کال په فرانسه کې مسلمانانو ته ۳۷ ګواښونه او بریدونه شوي وو چې د روان کال په لومړنیو دریو میاشتو کې دا رقم ۲۲۲ ته لوړ شوی دی .
په فرانسه کې د روان کال د جنوري په میاشت کې د شارلي هیبدو مجلې په دفتر او وروسته په نورو بریدونو له امله په یو زیات شمیر جوماتونو ، هدیرو او کولتوري مرکزونو بریدونه شوي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه