امریکا د فیلادلفیا په ښار کې د ریل ګاډې په پیښه کې ۵ تنه مړه شول

د امریکا د پنسلوانیا ایالت اړوند د فیلادلفیا په ښار کې د ریل ګاډی د پټلۍ نه د وتو په پیښه کې ۵ تنه مړه او لږ تر لږه ۵۹ تنه نور ټپیان شول.

272428

یاد شوی اورګاډی چې د پلازمینې واشنګټن نه د نیویارک په لورې روان وو د پنسلوانیا ایالت اړوند د فیلادلفیا په ښار کې د پټلۍ نه ووت. ویل کیږي په ریل ګاډي کې پنځو تنو چلوونکو شتون درلود.
په ریل ګاډي کې ۲۴۰ تنو مساپرو شتون درلود. ویل کیږي ریل ګاډی د پټلۍ نه د وتو سره یو زیات شمیر واګونونه یو خوا او بلې خوا ته چپه شول چې له امله يي ۵ تنه مړه او ۵۹ تنه نور ټپیان شول.
د پیښې نه وروسته سمدلاسه د ژغورنې ډلې سیمې ته ورسیدې او ټپیان يي د شاوخوا روغتونونو ته انتقال کړل.
د پیښې لامل ناڅرګند دی . پولیسو ویلي دي چې د پیښې د لامل د معلومولو په خاطر يي څیړنې پيل کړي دي .
د پیښې نه وروسته د واشنګټن او نیویارک ترمنځه د ریل ګاډو سفرونه درول شوي دي.
د سیمې پولیسو ویلي دي چې د ټپیانو نه د ۶ تنو روغتیايي حالت ښه ندی.
د امریکا د اف بي ای ادارې هم په څیړونو کې برخه اخیستې او د پیښې د لامل د معلومولو په خاطر کار کوي.

پيوندونه:

اړوند خبرونه