په مكسيكو كې د مور په ورځ لاريون

په مكسيكو كې د نشه ايي توكونو د قاچاق وړونكو ډلو لخوا د ۴۰ تنو تښتول شوو زده كوونكو مېندو د مور په ورځ لاريون وكړ.

269782
په مكسيكو كې د مور په ورځ لاريون


په مكسيكو كې د نشه ايي توكونو د قاچاق وړونكو ډلو لخوا د ۴۰ تنو تښتول شوو زده كوونكو مېندو د مور په ورځ لاريون وكړ.
غمجنو مېندو په پلازمېنه مكسيكو سيټي كې د لاريون پرمهال د حكومتي مقاماتو نه غوښتنه وكړه چې اولادونه يې د قاچاق وړونكو د منګولو نه وژغوري.
په مكسيكو كې چې د څو كلونو راهيسې د نشه ايي توكو د قاچاق وړونكو بانډونو او حكومت ترمېنځ په مبارزه كې په لسګونو زره كسانو خپل ژوند له لاسه وركړى د تېر كال د سپتمبر په مياشت كې د يو دارالمعلمين ۴۳ تنه زده كوونكي وتښتول شول. دا زده كوونكي په داسې حال كې چې په ټولګيو كې په درس ويلو مشغول ول په زوره نا معلوم ځاى ته تښتول شوي دي.
په مكسيكو كې د تېرو څو مياشتو راهيسې د زده كوونكو د خوشې كېدو په موخه لاريونونه روان دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه