د یمن د پخواني ولسمشر په کورهوايي بریدونه وشول

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلافي ځواکونو د یمن په پلازمینه صنعا کې د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح په کور هوايي بریدونه وکړل.

269242
د یمن د پخواني ولسمشر په کورهوايي بریدونه وشول

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلافي ځواکونو د یمن په پلازمینه صنعا کې د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح په کور هوايي بریدونه وکړل.
عبدالله صالح ته نږدې خبري اژانس ویلي دي چې د ایتلافي ځواکونو جنګي الوتکو په پلازمینه صنعا کې د علي عبدالله صالح په کور درې ځله هوايي بریدونه ترسره کړي دي.
په خبر کې راغلي دي چې په بریدونو کې علي عبدالله صالح او د هغه کورنۍ ته ځاني زیان ندی اوښتی خو په کور کې کارکوونکي ټپیان شوي دي.
د بله پلوه د یمن پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح نن د ټولنیزې مډیا له لارې د یو ویجاړ شوي کور په مخکې اخیستی عکس او د لمسي عکس چې ویلي وو نن سهار د ویجاړ شوي کور د خاورو او ګټو لاندې نه راویستل شوی دی خپاره کړي وو.
ویل کیږي کله چې د اناتولیا خبري اژانس د صالح د کور نه عکسونه اخیستل دویم برید وشو چې خبریالان په ډیره سخته وژغورل شول.
د بله پلوه د یمن په مرکزي سیمه کې پروت د تایز په ښار کې د حوثي یاغیانو او د ولسمشر عبدالرب منصور هادي د ځواکونو ترمنځه نښته پیل شوې ده .


پيوندونه:

اړوند خبرونه