د امریکا د هیتیزبورګ په سیمه کې دوه تنه پولیس ووژل شو

د امریکا د هیتیز بورګ د مسیسپي په سیمه کې دوه تنه پولیس ووژل شول

269127
د امریکا د هیتیزبورګ په سیمه کې دوه تنه پولیس ووژل شو

 د امریکا د هیټیزبرګ ایالت د مسیسپي په ښار کې دوه تنه پولیس ووژل شول.
ویل کیږي دوو تنو تور پوستو د مسیسپي په ښار کې په پولیسو د ګزمې پر مهال ډزې وکړې چې دواړو ژوند د لاسه ورکړ.
د پولیسو په وینا برید کوونکو په پولیسو د برید نه وروسته د پولیسو په موټر کې د سیمې نه تښتیدلي دي چې موږ د پیښې د ځای نه یو څو کیلو متره لرې موندل شوې دی.
ویل کیږي پدې پیښه کې یو تن ۳۴ کلن سپین پوستی او یو تن هم ۲۵ کلن تور پوستي پولیس ژوند د لاسه ورکړی دی .
پولیسو د برید نه وروسته د برید کوونکو هویت معلوم کړی دی او د هغوی عکسونه يي هم خپاره کړي دي . ویل کیږي برید کوونکي دواړه تور پوستي دي. ویل کیږي برید کوونکي یو کرټس او بل د مارون نومیږي.


د یادولو وړ ده چې پدې وروستیو کې په امریکا کې د پولیسو لخوا د تور پوستو سره د بد چلند او په ناحقه توګه د ځورونې پیښې ډیرې شوي دي .
د همدې امله په امریکا کې په پولیسو هم د بریدونو کچه لوړه شوې ده . یوه لنډه موده وړاندې د امریکا د بالتیمور په سیمه کې د پولیسو لخوا د یو تن تور پوستي ځوان د نیولو او د څیړونو پر مهال د نوموړې د مړینې نه وروسته په سیمه کې د پولیسو پر خلاف مظاهرې او سخت غبرګونه وپاریدل. په یاده شوې سیمه کې شاوخوا لس ورځو سختو مظاهرو دوام درلود.
همداشان د محکمې لخوا د پولیسو پر خلاف د څیړونو د پیلولو او د پولیسو د ګرم بللو نه وروسته مظاهرې ارامه شوې .
همداشان یو څو میاشتې د مخه هم په امریکا کې د پولیسو لخوا د تورپوستو د وژلو نه وروسته په ټوله امریکا کې د پراخه مظاهرې شوې وې.
په روان کال کې په امریکا کې په پولیسو د بریدونو له امله ۵ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی دی .
د هیټیزبورګ د سیمې د پولیسو په وینا په تیرو ۶۵ کلونو کې په یاده شوې سیمه کې یواځې ۴ تنه پولیس وژل شوي وو چې دوه تنه په ۱۹۵۲ کال کې ، یو تن په ۱۹۷۳ او بل تن په ۱۹۸۴ کال کې وژل شوي وو.
همداشان ۳۰ کاله وروسته یو ځل بیا په پولیسو برید وشو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه