جرمني ۴ تنه په جوماتونو د بریدونو د پلان جوړولو په تور ونیول

د جرمني پولیسو د یوې ترهګریزې ډلې ۴ تنه غړي چې په جوماتونو يي د بریدونو پلان درلود ونیول

264266
جرمني ۴ تنه په جوماتونو د بریدونو د پلان جوړولو په تور ونیول

د جرمني پولیسو ۴ تنه په یو شمیر جوماتونو د بریدونو د ترسره کولو د پلان جوړولو په تور ونیول .
د جرمني پولیسو ویلي دي چې درې تنه نارینه او یوه ښځه يي په جوماتونو د بریدونو د ترسره کولو د پلان جوړولو په تور نیولي دي .
پولیسو ویلي دي چې یاد شوو کسانو د جوماتونو سربیره د کډوالو په کمپونو او بهرنیانو هم د بریدونو پلان درلود.
د جرمني لوی څارنوالۍ د څلور تنو چې د یو ښي اړخه تروریستي ډلې غړیتوب لري او په جوماتونو او بهرنیانو يي د بریدونو د ترسره کولو پلان درلود د نیولو حکم وکړ.
دا څلور تنه د څارنوالۍ لخوا اولډ سکول سوسایتي په نامه د یوې ډلې د جوړولو او د خپلو همفکرانو سره یو ځای په جوماتونو او د کډوالو په کمپونو د بریدونو د ترسره کولو د پلان جوړولو په تور تورن شوي دي.
د ویلو ده چې د جرمني پولیسو د نوموړو ۴ تنو د نیولو په خاطر پراخه عملیات ترسره کړل. پدې عملیاتو کې چې ۲۵۰ تنو پولیسو ګډون کړی وو په پنځه ایالتونو کې ترسره شوي دي. ویل کیږی د عملیاتو په لړ کې د نوموړو ۴ تنو د نیولو نه سربیره د پنځو تنو نورو شکمنو کسانو کورونه هم پلټل شوي دي.
ویل کیږي نیول شوي کسان د یادې شوې تروریستي ډلې مشر اندراس اچ ، د هغه مرستیال ۳۹ کلن مارکوس و ، د وانسا ګ په نامه یوه ۲۲ کلنه میرمن او اولاف او په نامه ۴۷ کلن سړی دی.


پيوندونه:

اړوند خبرونه