داعش د تكساس د بريد مسووليت پر غاړه واخيست!

د اسلامي دولت `` داعش`` سرچيني وايي چې د امريكا د دالاس د ايالت د تكساس په ښار كې د حضرت محمد ص د كاريكاتورونو د سيالۍ پر سالون باندې بريد كوونكى د دوى د ډلى غړى دى.

262389

د يكشنبې په ورځ دوو تنو وسله والو بريد كوونكو د هغې ودانۍ نه بهر چې پكې د اسلام د پيغمبرص د كاريكاتورونو نندارتون جوړ شوى وو ډزى پيل كړى چې بيا وروسته د پوليسو لخوا ووژل شول.
دا نندارتون د هغه كنفرانس يوه برخه وه چې په امريكا كې د آزادۍ د دفاع په نامه د يوې ټولنې لخوا جوړ شوى وو. ددې كنفرانس يو ګډون كوونكى هم د هالنډ د هېواد سختدريځى ښي اړخى سياستوال خيرت وېلدرز دى چې د اسلام پر وړاندې د نيوكو سره شهرت لري.

پدې كنفرانس كې د حضرت محمد ص د كاريكاتورونو سيالي هم جوړه شوې وه چې ګټونكي ته پكې ۱۰ زره ډالره جايزه ټاكل شوې وه.
د امريكا امنيتي مقاماتو د دوشنبې په ورځ څرګنده كړه چې بريد كوونكي د التون سيمپسون او ندير صوفي په نامه دوه تنه ځوانان ول چې په سيمه كې اوسېدل.

التون سيپسمون پخوا هم د ترهګري فعاليتونو په شك كې د پوليسو لخوا نيول شوى وو.

پيوندونه:

اړوند خبرونه