ددینه وروسته به په خپل ژوند کې د پیغمبر ص کاریکاتور رسم نکړم

د شارلي هیبدو د مجلې کاریکاتوریست لوز ویلي دي چې ددینه وروسته به په خپل ژوند کې د پیغمبر ص کاریکاتور رسم نکړي

256474
ددینه وروسته به په خپل ژوند کې د پیغمبر ص کاریکاتور رسم نکړم

دینه وروسته به بیا په ژوند کې د حضرت محمد ( ص ) کاریکاتور رسم نکړم . دا څرګندونې د شارلي هیبدو د مجلې یو تن کاریکاتوریست لوز د یوې فرانسې مجلې سره په مرکه کې وکړې.
د شارلي هیبدو مجلې یو تن کاریکاتوریست رینالد لویزر چې په لوز باندې مشهور دی د یوې فرانسوي مجلې سره مرکه وکړه. نوموړي په مرکه کې ویلي دي چې د روان کال د جنوري په ۷ نیټه په پاریس کې د شارلي هیبدو د مجلې په دفتر د برید نه وروسته د یادې شوې مجلې نه جلا شو.
لوز ویلي دي د برید نه وروسته مې تصمیم ونیو چې ددینه وروسته خپل مسلک پریږدم خو په یاده شوې پیښه کې د وژل شوو خپلو همکارانو په خاطر مې یو څه موده رسامۍ ته دوام ورکړ.
نوموړي ویلي دي چې نه غواړي د خپل ژوند تر پایه د کاریکاتوریست په توګه پاتې شي.
نوموړي زیاته کړه چې ددینه وروسته به په خپل ژوند کې د حضرت محمد ( ص ) کاریکاتور رسم نکړي. د ویلو ده چې لوز د شارلي هیبدو مجلې په دفتر د برید نه وروسته د خپرې شوې ګڼې پوخ رسم کړی وو.
د یادولو وړ ده چې د روان میلادي کال د جنوري په ۷ نیټه دریو تنو لومړی د شارلي هیبدو مجلې په دفتر چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم کاریکاتور يي خپور کړی وو برید وکړ او وروسته يي د یهودانو په یو مارکیټ برید وکړ. پدې بریدونو کې چې درې ورځې دوام وکړ ۱۷ تنو ژوند د لاسه ورکړ. همداشان برید کوونکي هم د پولیسو لخوا په دریمه ورځ ووژل شول.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه