انجلینا جولي: امنیت شورا د سوریې په اړه خپل مسولیت ندی پرځای کړی

د هالیود د سینما نامتو ستوري او د کډوالو په برخه کې د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ ځانګړې سفیرې انجلینا جولي د سوریې په مسله کې د ملګروملتونو د امنیت په شورا سختې نیوکې وکړې.

249800
انجلینا جولي: امنیت شورا د سوریې په اړه خپل مسولیت ندی پرځای کړی

د هالیود د سینما نامتو ستوري او د کډوالو په برخه کې د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ ځانګړې سفیرې انجلینا جولي د سوریې په مسله کې د ملګروملتونو د امنیت په شورا سختې نیوکې وکړې.
د هالیود د سینما نامتو ستوري انجلینا جولي د سوریې په مسله کې د ملګروملتونو د امنیت شورا د غړیو ترمنځه په اختلاف د نظرونو سختې نیوکې وکړې.
نوموړې د امنیت په شورا په یووالي غږ وکړ.
نوموړې وویل چې د سوریې د روانو ستونزو یواځې لامل همدا اختلافات دي.
انجلینا جولي وویل چې د سوریې د ستونزې یواځنۍ حل لاره په اصل کې سیاسي حل لاره ده . د سوریې د خلکو د ژوغورنې او ددې ناخوالو د ختمونو لار سیاسي حل لاره ده .
انجلینا جولي وویل لکه څرنګه چې د امنیت شورا د سوریې په اړه خپل مسولیت ندی پر ځای کړی د همدې امله د سوریې ستونزه د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په خرابیدو روانه ده.
انجلینا جولي په کمپونو کې د سوري کډوالو مشکلات او سختې او تنګې د امنیت شورا غونډې ته بیان کړې. انجلینا جولي وویل دا چې دا کډوال د امنیت شورا راتلی نشي او خپلې ستونزې او مشکلات تاسو سره شریکولی نشي نو باید د امنیت د شورا استازې لاړ شي او د هغوې ستونزې د نږدې نه په خپلو سترګو وګوري.
انجلینا جولي په اروپايي هیوادونو د کډوالو د نه منلو او په مدیترانه کې د زرګونو تنو کډوالو د وژل کیدو نه یادونه وکړه.
د ملګروملتونو د امنیت د شورا پدې غونډه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې په سوریه کې د روان انساني بحران او بشري حقونو د خپو لاندې کولو د درولو په خاطر باید په ډواړو خواوو د وسلو بندیزونه ولګول شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه